کندهار (پژواک د لړم لومړۍ نېټه ٩٧): ولسمشر محمد اشرف غني ستر پاسوال عبدالرازق ته د خپلواکۍ د اتل شهيد لقب ورکړ او هم يې د کندهار د پوليسو ښوونيز مرکز د هغه په نوم ونوماوه.
نوموړي دغه مسايل په هغې غونډه چې نن د کندهار په منډيګک ماڼۍ کې جوړ شوي و، مطرح کړل.
دغه راز ولسمشر غني د کابل او کندهار ښاروالانو ته لارښوونه وکړه چې په کابل او کندهار کې واټونه د شهید ستر پاسوال عبدالرازق په نوم ونوموي.
محمد اشرف غني د افغانستان دښمنانو ته په خطاب کې وویل، د شهید عبدالرازق میلیونه ملګري او د خپلواکۍ د لارې لارویان لا ژوندي دي او د افغانستان خاوره به ستاسو په ګور بدله کړي.
هغه زیاته کړه، د کندهار امنیت، ثبات او پرمختګ زموږ لومړیتوب دی.
غني د کندهار په مشرانو او ولسونو غږ وکړ چې د میرویس نیکه او لوی احمدشاه بابا اتفاق او ملي اراده بیا راژوندۍ کړي.
د یادونې ده چې د تلې په ۲۶مه شاوخوا څلور بجې په کندهار ولایت مقام کې له یوې غونډې وروسته د والي د یوه ساتونکي له خوا برید وشو چې په ترڅ کې یې د کندهار امنیه قومندان جنرال عبدالرازق، د ملي امنیت رییس جنرال عبدالمومن حسین خېل او د کندهار ملي راډیو ټلوېزیون کامره مېن سلیم انګار ووژل شول او د والي په ګډون یو شمېر نور ټپيان شول.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP