Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

چارواکي: لوګر کې د بهرنيو ځواکونو يوې چورلکې بېړنۍ ناسته کړې

پل علم(پژواک،د لړم لومړۍ نېټه ٩٧): د لوګر سيمه ييز چارواکي وايي چې د بهرنيو ځواکونو يوې څرخي چورلکې په خروار ولسوالۍ کې بېړنۍ ناسته کړې، خو طالبان بيا وايي چې دغه چورلکه د دوى له لوري ويشتل شوې ده.

د لوګر د خروار ولسوال ثمرګل راشد د لړم په لومړۍ نېټه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره ورځ امريکايي ځواکونو د دې ولسوالۍ په نعمتي کلي د طالبانو پر پټنځايونو هوايي بريدونه کړي دي.

هغه وايي چې د بريدونو پرمهال طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې، خو کره شمېره يې تر اوسه معلومه نه ده.

ده زياته کړه چې د همدې عملياتو په ترڅ کې د امريکايي ځواکونو يوې څرخي چورلکې بېړنۍ ناسته کړې، خو چاته په کې مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

خو بل لورته د لوګر د ولايتي شورا مرستيال عبدالولي وکيل پژواک ته وويل چې د سيمې خلکو ورته ويلي چې دغه چورلکه سقوط شوې ده.

هغه په دې اړه نور جزئيات وړاندې نه کړل.

بلخوا طالبان بيا وايي چې دغه چورلکه د دوى له لوري ويشتل شوې ده.

د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد په خپله ټويټر پاڼه کې ليکلي چې امريکايي ځواکونه د عملياتو په موخه نعمتي کلي ته ورغلي و، چې د طالبانو له لوري يې څرخي چورلکه ويشتل شوې ده.

هغه وايي چې په دې پېښه کې ګڼ شمېر بهرنيو او کورنيو سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

امريکايي ځواکونو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

د يادونې ده چې خروار د مرکز پل علم سوېل ته په ٤٥ کيلومترۍ کې پرته ولسوالۍ ده چې د لوګر له نا امنو سيمو څخه شمېرل کېږي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.