غزني ښار (پژواک، ٢ لړم ٩٧): د غزني والي وايي چې له تېرو درېيو کلونو راهيسې په دغه ولايت کې امنيتي ستونزې ورځ تر بلې ډېريږي او يو شمېر سيمې هم د دولت له کنټروله وځي.
دغه څرګندونې د غزني والي وحيدالله کليمزي نن د دغه ولايت د نوي امنيه قوماندان مل پاسوال داوود تره خېل د پېژندنې په غونډه کې وکړې.
هغه وويل چې پر غزني ولايت د ډله ييز بريد پر مهال يو شمېر کسانو پرته له مقاومته خپلې سيمې پرېيښې دي چې بايد څېړنه یې وشي.
ده زياته کړه: ((زه له نوي امنيه قوماندان څخه غواړم چې دغه کسان پيدا کړي او د قانون منګولو ته يې وسپاري.))
د کلميزي په وينا، په دغه ولايت کې ورځ تر بلې امنيت خرابېږي او د دولت تر ولکې لاندې سيمې هم کمېږي.
والي ټينګار وکړ چې په غزني کې د امنيت ټينګښت د ټولو اړوندو ارګانونو جدي هلو ځلو ته اړتيا لري.
په دې غونډه کې د غزني ولايتي شورا مرستيال امان الله کامراني وويل چې په دغه ولايت کې دا مهال اته ولسوالۍ له طالبانو سره دي، يوه بله يې د سقوط په حال کې ده او د پنځو ولسواليو بيا يواځې مرکزونه له حکومت سره دي.
کامراني د دې ولسواليو نومونه په ډاګه نه کړل خو زياته کړه چې نوى امنيه قوماندان بايد د امنيت په ټينګښت کې جدي هلې ځلې وکړي.
د غونډې په پاى کې د غزني نوي امنيه قوماندان مل پاسوال داوود تره خېل وويل چې د امنيت ټينګښت او د قانون پلي کول يې له کاري لومړيتوبونو دي.
ده زياته کړه: ((زه د غزني په اړه پوره معلومات لرم، د امنيت ټينګښت لپاره به يې پوره هلې ځلې وکړم.))
د يادونې ده، تر دې وړاندې مل پاسوال داوود تره خېل په هلمند کې د ٥٠٥ بست زون قوماندان و.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP