غزني ښار (پژواک، ٢ لړم ٩٧): د غزني د پوهنې رياست چارواکي وايي چې وسله والو طالبانو د ګيرو ولسوالۍ ښوونکي او د پوهنې مديريت کارکوونکي بېرته خوشي کړي خو شپږ کسان اوس هم ورسره دي.
د غزني د پوهنې رييس محب الله انصار د لړم په دويمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې وسله والو طالبانو تېره ورځ د دغه ولایت په ګيرو ولسوالۍ کې برمته کړي ښوونکي او د پوهنې مديريت کارکوونکي بېرته خوشي کړي دي.
هغه وايي چې شپږ ښوونکي اوس هم له طالبانو سره دي.
دغه راز د دې ولسوالۍ اوسېدونکي محمد امين هم د يادې موضوع په تاييد سره پژواک ته وويل چې پاتې شپږ کسان په خپله خوښه له طالبانو سره پاتې شوي دي.
ده زياته کړه: ((دغه استادان ځکه له طالبانو سره پاتې دي، څو له هغوی سره يوې نتيجې ته ورسېږي چې په راتلونکي کې بايد دغه شان کار ونه شي؛ ځکه ښوونکو ته توهين دى.))
بل لور ته بيا د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته وويل چې یاد ښوونکي طالبانو نه دي برمته کړي.
خو ده زياته کړه: ((هلته په سيمه کې ټيلېفونونه کار نه کوي، زه بيا هم کوشش کوم چې معلومات واخلم او له تاسو سره يې شريک کړم.))
د يادونې ده، درې ورځې وړاندې وسله والو طالبانو د ګيرو ولسوالۍ ١٢٥ ښوونکي او د پوهنې مديريت کارکوونکي له ځان سره بيولي وو.
login or register a new account.