پل علم (پژواک، ٦ لړم ٩٧): د لوګر امنيتي چارواکي وايي چې وسله والو طالبانو د والي دوه ساتونکي وژلي او يو هاموې ټانک يې له ځان سره بیولی دى.
د لوګر د امنيې قوماندانۍ يوه چارواکي د نوم نه اخيستو په شرط د لړم په شپږمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې پرون ماښام د پل علم په هوني سفلى سيمه کې وسله والو طالبانو د لوګر د والي دوه ساتونکي وژلي دي.
هغه وايي: ((د والي يوه ساتونکي له طالبانو سره لار درلوده، دا دوه نور او يو هاموې ټانک يې له ځانه سره د طالبانو سيمې ته بېولي دي، هلته يې دغه دوه وژلي، خپله يې له هاموې ټانک او نورو طالبانو سره تللى دى.))
دغه راز د مرکز پل علم د بابوس سيمې قومي مشر ملک عبدالباقي پژواک ته وويل چې په دې سيمه کې د دوو پوځي کسانو مړي پيدا شوي دي.
هغه وايي: ((موږ سهار دلته دوه مړي پيدا کړل چې پوځي لباس يې په ځان کې و، سره صليب ته مو زنګ وواهه، هغوى راغلل او له ځانه سره يې يوړل.))
بل لور ته طالبان هم دغه پېښه تاييدوي.
د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته وويل چې د لوګر د والي دوه ساتونکي طالبانو وژلي او ټانک يې ترې نيولى او يو ساتونکى هم طالبانو ته ورغلى دى.
دغه راز د يوه بل خبر له مخې، نن سهار ناپېژاندو وسله والو د پکتيا پوهنتون يو محصل دغه پوهنتون ته نږدې سيمه کې پر ډزو وژلى دى.
د پکتيا د امنيې قوماندانۍ وياند سردارولي تبسم پژواک ته وويل چې ياد محصل محمد ناصر نومېده او د حقوقو پوهنځي محصل و.
د ده په خبره، دغه محصل په خوست او پکتيا کې شخصي دښمني لرله چې له امله يې وژل شوى دى.
د پېښې يوه عيني شاهد حکمت الله پژواک ته وويل چې موټر سپرو لومړى دغه محصل په سر وواهه، بيا يې ډزې پرې وکړې چې له امله يې ووژل شو.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP