Language

د بغلان خلک: هېواد کې د روانو ستونزو حل د چارواکو په رښتینولۍ پورې تړلی

پلخمري (پژواک، ٧ لړم ٩٧): د بغلان خلکو او چارواکو له نظام څخه د ملاتړ په موخه غونده کې ټينګار وکړ چې حکومتي چارواکي بايد د خلکو پر وړاندې صادق او رښتيني وي څو په هېواد کې روانې ستونزې پاى ومومي.

دغه غونډه د لړم په اوومه د بغلان په مرکز پلخمري ښار کې جوړه شوې وه چې په کې ديني عالمانو او د مدني فعالانو هم برخه لرله.

په دې ناسته کې د بغلان والي عبدالحي نعمتي وويل چې خلک رښتیني دي، ترمنځ یې هېڅ ډول اختلافات نشته، حکومت باید د هېواد په کچه شته ستونزې د همدې ملاتړ په وسيله حل کړي.

والي زیاته کړه: ((ولس په تېرو ټاکنو کې له نظامه د ملاتړ ژمنتیا وښوده اوس نو اړوندو مسوولینو ته په کارده چې د ولس د غوښتنو درنښت وکړي.))

دغه راز د بغلان ولایتي شورا ریيس صفدر محسني وويل چې د قومي او سمتي تعصبونو د حل لپاره بايد حکومت عام المنفعه پروژې پلې کړي.

نوموړي وویل: ((له کله چې په اندراب ولسوالۍ کې څو ټولګتې پروژې تطبیق شوې، د خلکو ترمنځ خپلمنځي اختلافات هم تر ډېره بریده له منځه تللي او خپلسري وسله وال هم کم شوي دي.))

همدارنګه په دې غونډه کې د بغلان د ښځو چارو ريیسې خدیجې یقین وويل چې خلک بايد له اوسني نظامه کلک ملاتړ وکړي.

خو دې وويل: ((تر هغه چې په نظام کې شته ټول مسوول کسان په رښتیني ډول له شته نظامه ملاتړ ونه کړي او د هغو عامو خلکو چې له نظامه یې د ملاتړ په موخه د بدن غړي قرباني کړي هرکلی ونه شي، نه د هېواد شته ستونزې هوارېدای شي او نه هم پر حکومت د خلکو باور پیاوړی کېږي.))

د غونډې يوه ګډونوال عبدالقدوس فهیم وویل چې حکومت له امکاناتو په سمه توګه ګټه پورته نه کړه او تر څنګ یې يو شمېر تنظيمونو حکومتي امکانات د ځان په ګټه وکارول چې له امله يې د خلکو او حکومت ترمنځ واټن پيدا شو.

دى وايي: ((په هېواد کې ډېره نا امني له همدې نا انډولۍ رامنځته شوې ده.))

ده ټينګار وکړ چې له نظامه بايد د هغو کسانو لاسونه لنډ شي چې د نظام په چوکاټ کې له نظام سره خيانت کوي.

د غونډې په پاى کې د بغلان د حج او قافو ريیس عبدالنصیر حمیدي له دیني علماوو غوښتنه وکړه چې جمعې په خطبو کې دې خلکو ته د اسلام په رڼا کې له نظامه د ملاتړ پر ارزښت خبرې وکړي.

login or register a new account.