ښرنه(پژواک، ٨ لړم ٩٧): د پکتيکا د نکې ولسوالۍ اوسېدونکي وايي چې د هوايي بريدونو په ترڅ کې ملکي خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې، خو امنيتي مسوولين بيا وايي چې په دې بريدونو کې ٣٠ طالبان وژل شوي دي.
د نکې ولسوالۍ اوسېدونکي لطيف الله د لړم په اتمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره ورځ ناوخته کورنيو او بهرنيو ځواکونوکو د دې ولسوالۍ د بازار په اړوندو سيمو کې هوايي بريدونه کړي دي.
ده وويل چې په دې عملياتو کې درې وسله وال طالبان وژل شوي خو لسو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د دې ولسوالۍ بل اوسېدونکي اکرم هم پژواک ته وويل چې د عملياتو په پيل کې يواځې دوه طالبان وژل شوي، وروسته نورو ملکي خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
خو د پکتيکا امنيه قوماندان مل پاسوال غلام سخي روغ ليونى بيا وايي چې په دې عملياتو کې د نکې ولسوالۍ لپاره د طالبانو د ولسوال په ګډون ٣٠ طالبان وژل شوي دي.
د هغه د معلوماتو له مخې، په دې عملياتو کې ملکي وګړو او امنيتي سرتېرو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
بل لورته د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد په دې اړه خپله ټويټر پاڼه کې ليکلي چې امريکايي ځواکونو تېره شپه د نکې ولسوالۍ پر څلورو کليو هوايي بريدونه کړي دي.
هغه وايي چې د دې بريدونو له امله د دوه زده کوونکو په ګډون اووه تنه وژل شوي او پنځه نور يې له ځانه سره بيولي دي.
د هغه په وينا، په دې عملياتو کې د بازار ٤٠ دوکانونه هم له منځه تللي دي.
دغه راز د يو بل خبر له مخې، لوګر ولايت کې هم د هوايي بريدونو له امله لسو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د لوګر د امنيې قوماندانۍ وياند شاپور احمدزي پژواک ته وويل چې تېره شپه د محمد اغې ولسوالۍ په اببازک سيمه کې هوايي ځواکونو د وسله والو طالبانو پر موټرو بريدونه کړي دي.
هغه وايي: (( په دې بريدونو کې د طالبانو دوه کرولا موټر چې چاودېدونکي توکي په کې بار وو، له منځه تللي او په ترڅ کې اته طالبان وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.))
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP