لشکرګاه (پژواک، ٨ لړم ٩٧):د هلمند ولايت په مرکز لښکرګاه کې د چسپکي ماين چاودنې دوه پوليس او څلور ملکي کسان ټپيان کړل.
د هلمند د والي وياند عمر ځواک پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه چاودنه نن له غرمې وروسته شاوخوا پنځه بجې د لښکرګاه ښار لومړۍ حوزي اړونده سيمه کې پر شخصي موټر وشوه.
د ده په وينا، په دې چاودنه کې دوه پوليس او د يوه ماشوم په ګډون څلور ملکي کسان ټپيان شوي دي.
لښکرګاه کې د پوليسو د لومړۍ حوزې امر عبدالباقی بارز هم وويل چې په دغه چاودنه کې شپږ کسان ټپيان شوي او موټر يې سوځولى دى.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP