Language

کندوز کې د پاڅون کوونکو یو قوماندان وژل شوی

کندوز ښار (پژواک، ٨ لړم ٩٧): د کندوز په خان اباد ولسوالۍ کې د ماين چاودنې له امله د پاڅون کوونکو يو قوماندان او د هغه يو ساتونکي وژل شوي او شپږ نور کسان ټپيان دي.

د کندوز د خان اباد ولسوال حيات الله د لړم په اتمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن غرمه مهال د دې ولسوالۍ په ارجال سيمه کې د پاڅون کوونکو د قوماندان عبدالرشيد ارجال پر موټر د ماين چاودنه شوې ده.

هغه وايي چې په دې چاودنه کې خپل ارجال او يو ساتونکی يې وژل شوي او شپږ نور ساتونکي يې ټپيان دي.

ده وويل: ((ارجال کور ته تللى و، بېرته چې راته پر پیکپ موټر يې د ماين چاودنه شوې ده.))

ولسوال ادعا وکړه چې دغه ماين د وسله والو طالبانو له لوري ځاى پر ځاى شوى و.

د سيمې يوه اوسېدونکي خالد هم د يادې پېښې په تاييد سره پژواک ته وويل چې عبدالرشيد ارجال د دې ولسوالۍ ډېرې سيمې له طالبانو نيولې وې.

هغه وايي: ((ارجال سل کسان درلودل چې په ډېرو ځايونو کې طالبان ځپلي وو نو ځکه د طالبان سخت دښمن و.))

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه  څه نه دي ويلي.

د يادونې ده، شاوخوا يو کال وړاندې د عبدالرشيد ارجال پلار يوسف ارجال هم د طالبانو له لوري وژل شوى و.

login or register a new account.