مزارشريف (پژواک، ۱۰ لړم ۹۷): د افغانستان د سولې عالي شورا وايي چې سولې ته د رسېدو د څرنګوالي په تړاو بايد د افغانانو ترمنځ د نظر اجماع رامنځته شي.
د دې شورا مرستيالې حبيبه سرابي د لړم په ۱۰مه په مزارشريف ښار کې د سولې په تړاو د ولسي اجماع رامنځته کېدو پروګرام کې وويل چې د افغانستان ټول وګړي له جګړو ستړي دي.
هغې زياته کړه چې بلخ ته يې د سفر موخه د سولې په تړاو جوړېدونکې اجماع کې د ښځو د ونډې زياتوالی دی چې په همدې تړاو يې د شمال زون له لسګونه مېرمنو سره خبرې کړې دي.
مېرمن سرابي زياتوي چې مېرمنې د ټولنې نيم قشر دی او له هغوی پرته يوې سوله ييزې ټولنې ته رسېدل ناممکن دی.
د هغې په خبره، د سولې پروسه کې د ښځو نقش ځکه ډېر مهم دی چې مېرمنې د جګړې اصلي قربانيانې دي.
سرابي وويل: ((همدا ښځې دي چې په جګړه کې يې خپل مېړونه، اولادونه، وروڼه او پلرونه له لاسه ورکړي او ضرور ده چې د سولې برخه کې يې هم نظرياتو ته درناوی وشي.))
هغې زياته کړه چې ۲۱ ولايتونو ته يې سفرونه کړي او د سولې په تړاو رامنځته کېدونکي اجماع کې يې د مېرمنو نظرونه اخيستي.
د سولې عالي شورا مرستياله همدا راز وايي چې له وسله والو طالبانو سره په مستقيم او غير مستقيم ډول د سولې خبرې روانې دي او زياتوي چې د يادو مذاکراتو د برياليتوب په صورت کې بايد د افغانانو د غوښتنو يوه بشپړه اجماع جوړه شوي وي.
د هغې په خبره، مېرمنې بايد په ټول توان او جرئت سره د سولې پروسه کې برخه واخلي او خپلې غوښتنې مطرح کړي.
login or register a new account.