ښرنه (پژواک، ١١ لړم ٩٧): د پکتيکا د اورګون ولسوالۍ اوسېدونکي وايي چې د امنيتي ځواکونو د جدي پاملرنې په نتیجه کې په دې ولسوالۍ کې د نشه يې توکو د روږدو شمېر تر نيمايي هم کم شوى دى.
د یاد ولايت د چارواکو د معلوماتو له مخې، په دې ولسوالۍ کې د ښځو په ګډون شاوخوا زر کسان پر نشه يي توکو روږدي وو چې اوس يې شمېر څه باندې څلور سوو ته راټيټ شوى دى.
د اورګون د کلاخېلو سیمې اوسېدونکي تاج محمد د لړم په يوولسمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې پوليسو دې ولسوالۍ ته د نشه يي توکو د واردېدو مخه نيولې ده.
هغه وايې: ((پخوا به دلته هر ډول نشه يي توکي راوړل کېدل او خلکو ته به ورکول کېدل، خو اوس دا مشکل حل شوى او تر څنګ يې د معتادينو د درملنې کلينيک هم جوړ شوى دى.))
همدارنګه د اورګون يوه قومي مشر ملک ګل بادشاه پژواک ته وويل چې د پوليسو له لوري د نشه يي توکو د کارباريانو په نيول کېدو سره د روږدو کسانو شمېر کم شوى دى.
هغه وايې: ((اورګون د پکتيکا تر ټولو ګڼ مېشته ولسوالي ده او دلته نشه يان هم په کې زيات شوي وو چې خلک يې اندېښمن کړي وو.))
دغه راز بل قومي مشر پيرمحمد وويل چې څو مياشتې وړاندې په دې ولسوالۍ کې نشه يي توکي په ښکاره پلورل کېدل.
خو هغه وايې: ((اوس يې تر ډېره مخه نيول شوې چې ورسره د روږدو کسانو شمېر هم کم شوى دى.))
همدارنکه يوه ورږدي نورالله (مستعار نوم) پژواک ته وويل چې په دې وروستيو کې یې نشه يي توکي پرېيښي دي.
هغه وايي: ((د شيشې په نوم پر يو شي روږدى شوى وم، خو د معتادينو کلينيک ته لاړم، درملنه مې وشوه اوس جوړ يم.))
په دې اړه د اورګون امنيه قوماندان سمونوال عبدالواحد کندهاري پژواک ته وويل چې په وروستيو څو مياشتو کې پوليسو په دې ولسوالۍ کې ٣٢ د نشه يي توکو قاچاقبران او کاروباريان نيولي دي.
هغه وايي: ((دغه کسان مو څارنوالۍ ته معرفي کړي او اوس هم زموږ هلې ځلې په دې برخه کې دوام لري، څو د معتادينو شمير بېخې را کم کړو.))
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP