Language

تخار کې د جګړو له امله ١٥٠٠ کورنۍ بې ځايه شوې دي

تالقان (پژواک،١٣لړم٩٧): د تخار په څلورو ولسواليواليو کې د پرله پسې جګړو له امله شاوخوا ١٥٠٠ کورنۍ بې ځايه شوي چې دا مهال په مرکز تالقانو کې له ګڼو ستونزو سره مخامخ دي.

په دغو ولسواليو کې خواجه بهاوالدين، خواجه غار، دشت کلا او ينکي کلا شاملې دي.

د خواجه بهاوالدين ولسوالۍ د بازار اوسېدونکي ارباب سميع الله د لړم په ١٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ولسي جرګې له ټاکنو څو ورځې وړاندې په دې ولسوالۍ کې سختې جګړې پيل شوې دي.

هغه وايي: ((جګړې ډېرې شوې، طالبان بېخي نږدې شول، خلک په وېره کې شول، اوس دلته راغلي او تالقانو ښار کې په خېمو کې اوسېږي.))

د نوموړي د معلوماتو له مخې، يواځې د خواجه بهاوالدين د بازار له سيمې څخه شاوخوا درې سوه کورنۍ تالقانو ښار ته بې ځايه شوې دي.

دى زياتوي: ((هوا دلته ډېره سړه ده، خېمو کې ياستو، ماشومان او ښځې ناروغان شوي، بېړنيو مرستو ته اړتيا لرو.))

دغه راز د دشت کلا اوسېدونکي فيروز پژواک ته وويل: ((زموږ په ولسوالۍ کې هم جګړه وه، موږ دلته د تالقانو او فرخار ولسوالۍ ترمنځ په يوه دښته کې په خېمو کې پراته يو.))

هغه وايي، حکومت تر اوسه ورسره د يوې خېمې، يوې بورۍ وريجو او غوړو مرسته کړې چې د دوى اړتياوې نه شي پوره کولى.

ده او يو شمېر نورو بې ځايه شويو ويل چې په سختو ستونزو کې دي او بېړنيو مرستو ته اړتيا لري چې بايد ورسره وشي.

خو دوى ټينګار کاوه چې حکومت دې د دوى سيمې امن کړي، ترڅو بېرته خپلو کورونو ته ستانه شي.

په دې اړه د تخار دکډوالو چارو رييس محمد ياسين لبيب پژواک ته وويل چې په څلورو ولسواليو کې د پرله پسې جګړو له امله شاوخوا ١٥٠٠ کورنۍ بې ځايه شوې دي.

دى وايي، د بې ځايه شويو کورنيو سروې پيل شوې او له ځينو سره يې د خېمو ترڅنګ د نورو لومړنيو توکو مرستې هم شوې دي.

login or register a new account.