کابل (پژواک، ١٣ لړم ٩٧): حکومتي سرچينې وايي چې د افغانستان د سولې په اړه د مسکو په غونډه کې به د سولې عالي شورا پلاوى ګډون وکړي.
د روسيې د حکومت په نوښت دغه غونډه ټاکل شوې وه چې د روان لمريز کال د وږي په ١٣مه (د سپټمبر په ٤مه) جوړه شوې واى، خو د افغان حکومت د کلک مخالفت له امله ځنډلې وه.
خو څو ورځې مخکې د روسيې د بهرنيو چارو وزارت اعلان وکړ چې له افغان حکومت سره تر مشورې وروسته اوس دا غونډه د لړم په ١٨مه (د نومبر په ٩مه) په مسکو کې جوړېږي.
پرون افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وياند صبغت الله احمدي پژواک اژانس ته ويلي وو چې د مسکو غونډه کې د ګډون په اړه خبرې اترې دوام لري او په دې اړه تر اوسه وروستۍ پرېکړه نه ده شوې؛ خو د دولت له چوکاټ پرته چې څوک دې غونډه کې ګډون کوي، هغوی خپله استقلالیت لري.
هغه زیاته کړه: ((زموږ مذاکرات روان دي او پر یوې پایلې کار کوو خو په ځانګړې توګه د غونډې څرنګوالي په اړه هوکړې ته نه یو رسېدلي او بحث دوام لري.))
دسولې عالي شورا وياند سيد احسان طاهري د لړم په ١٣مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د سولې شورا يو پلاوى د مسکو په غونډه کې ګډون کوي.
سرچينې هيله څرګنده کړه، چې دا غونډه د افغان سولې لپاره ګټوره ثابته شي.
بلخوا يوې باوري حکومتي سرچينې پژواک اژانس ته وويل ولسمشر سپارښتنه کړې چې د سولې عالي شورا مشر کريم خليلي، د دارالانشاء رييس اکرم خپلواک، مرستيالان هر يو اقچون، حبيبه سرابي، حاجي دين محمد او د مولوي عطاء الرحمن سليم په ګډون بايد يو پلاوى ګډون وکړي.
خو سرچينه وايي چې خليلي له هېواده بهر دى او اکرم اخپلواک په ياده غونډه کې له ګډون څخه ډډه کړې ده، نو قوي امکان شته چې د سولې شورا پاتې غړي ګډون وکړي.
د بهرنيو چارو وزارت وياند ويلي وو چې د افغان حکومت له ګډون او مالکیت پرته به د غونډې جوړېدل اغېزناک نه وي.
هغه د مسکو په غونډه کې د ځینو افغان سیاستوالو ګډون ته په اشارې سره وویل چې افغان حکومت د سیاستوالو د ګډون او نه ګډون په تړاو مسوولیت نه لري، هغوی پېژندل شوې څېرې دي او له دې امله بلنه ورکړل شوې ده.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP