Language

د پکتيا د سرحدونو او قبايلو رياست د مېلمستون جوړولو چارې پيل شوې

ګردېز (پژواک،١٣لړم٩٧): د ١٩ ميليونه افغانيو په لګښت د پکتيا ولايت د سرحدونو او قبايلو چارو رياست د مېلمستون جوړولو چارې پيل شوې.

د اړوندې موضوع په اړه جوړو شويو مراسمو ته د پکتيا د سرحدونو او قومونو چارو رييس يعقوب شمس وويل چې دغه ودانۍ په درېيو پوړونو کې د ١٩ ميليونه افغانيو په لګښت جوړېږي.

ده وويل چې دغه ودانۍ به د يوه کال په موده کې جوړه شي چې مالي لګښت يې د هندوستان هېواد له لوري ورکول کېږي.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، دغه ودانۍ به يو لوى تالار، خوړنځاى او نور اړوندې خونې ولري.

دغه راز په دغه غونډه کې د پکتيا والي شميم کټوازي وويل چې د سرحدونو وزارت په خپله برخه کې دغه ولايت ته اړينه پاملرنه نه ده کړې.

هغه وايې: (( د دې ترڅنګ چې پکتيا يو سرحدي ولايت دى له قومونو جوړ ولايت هم دى چې بايد لازمه توجه ورته وشي.))

دغه راز د پکتيا د ولايتي شورا غړي عبدالمالک ځاځي هم نيوکه وکړه او ويې ويل چې د دغه ولايت د سرحدونو رياست هم په سمه توګه خپله دنده نه ده ترسره کړې.

هغه وايي: (( پخوا به د سرحدونو رياست په قبايلي سيمو کې د قبايلو ترمنځ د هېواد د ښېګڼې لپاره ډېر څه کول، خو اوس يې هيڅ خونده نشته دى.))

خو د پکتيا د سرحدونو او قومونو چارو رييس يعقوب شمس بيا وايي چې دوى تر خپلې وسې په دې برخه کې هلې ځلې کړې دي.

login or register a new account.