پلخمري (پژواک، ١٤ لړم ٩٧) : د بغلان ولايت امنیتي چارواکي وايي چې افغان او بهرنیوځواکونو په ګډه د پلخمري اړوند ډنډ غوري سیمه کې دوسله والو طالبانودځپلو په موخه ځمکني اوهوايي عملیات پیل کړي دي .
ځايي چارواکي وايي، چې په دې عملياتو کې تردې دمه ۶ وسله وال وژل شوي او له طالبانو دوه کلي نيول شوي .
په شمال کې د۲۰۹ شاهین قول اردو ویاند جګړن محمد حنیف رضایی دلړم په ۱۴ مه پژواک خبري اژانس ته وویل ، چې په دې عملياتو کې وسله والو طالبانو ته د يادې مرګ ژوبلې اوښتو ترڅنګ د نيازالله او وردګو په نوم دوه کلي هم افغان ځواکونو نيولي دي.
رضایي وویل، ځمکني عملیات چي د بهرني هوايي ځواک ملاتړ هم ورسره دی د کندوز ولایت لسم کنډک کومانډواو د ملي امنیت ځواکونه يې په ګډه پرمخ وړي، تر اوسه ۲۵ خښ کړل شوي ماینونه چې دافغان ځواکونو دوسایطو دپرمختګ مخه یې ډپ کړې وه هم له منځه وړي دي.
د بغلان امنيه قوماندان مل پاسوال اکرام الدین سریع هم پژواک ته وویل چې افغان او بهرنيو ځمکنيو او هوايي ځواکونو په ګډه بغلان کې د وسله والو طالبانو دځپلو په موخه عملیات پیل کړي چې په ترڅ کې يې تر اوسه ۶ وسله وال وژل شوي او ۷ نور ټپیان هم دي .
د هغه په وينا، دغه عملیات چې پیل یې پرډنډ غوري سیمه وشو درې پړاوه لري، چې په ترڅ کې به یې دبغلان ولایت ډېری سیمې د وسله والو له واکه بهر کړي .
وسله والو طالبانوپه دې اړه تراوسه څه نه دي ویلي
خو دډنډ غوري سیمې يوه اوسېدونکي چې نه غواړي نوم یې خپور شي پژواک ته وويل چې دعملیاتو له پیله خوښ دي خو چې له عملیاتو وروسته یې سیمه کې امن راشي او افغان ځواکونه دتل لپاره په کې پاتې شي داسې نه چې د تېروعملیاتو په څېر يو اځې عام خلک له کلي کډه کړي .
دوی دغه ډول عملیات موقت بولي اووايي چې تېر کلونه څو ځله پر ډنډ غوري عملیات شوي، خو له ملکي تلفاتو او زیان پرته یې هیڅ نه دي پرېیښي .
login or register a new account.