مزارشريف (پژواک، ۱۴ لړم ۹۷): په بلخ کې د ټاکنو د هغو ۵۶۷ صندوقونو د رايو تفتيش پيل شو چې شکايتونو ته د رسېدو کمېسيون يې وضاحت غوښتی و.
د بلخ د ټاکنو کمېسيون مسوولين وايي چې د تفتيش دغه پروسه يې د نوماندانو، انتخاباتي ناظرينو، د سياسي احزابو استازو او د شکاياتو کمېسيون د غړو په موجوديت کې پيل کړې ده.
له دې سره د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون وايي چې په بلخ کې ترسره شوو سلګونه شکايتونو ته به رسېدنه وکړي.
په بلخ کې د ټاکنو کمېسيون مشر محمد ظاهر اکبري د لړم په ١٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د تفتيش ياده پروسه د نوماندانو، انتخاباتي ناظرينو، سياسي احزابو او شکايتونو ته د رسېدو کمېسيون د استازو له خوا څارل کېږي.
اکبري وايي چې د تفتيش ياده پروسه يې ټاکنيزو شکايتونو ته د رسېدو کمېسيون په غوښتنه پيل کړې ده.
هغه د تفتيش لاملونه داسې په ګوته کړل: ((ټاکنيزو شکاياتو کمېسيون وايي چې يادو صندوقونو له ډلې د يو شمېر يې فورمونه نه دي ور رسېدلي او همدا راز په ځينو فورمونو کې د تاييد مُهر او ټاپه نه ده لګول شوې.))
د اکبري په خبره، له تفتيش وروسته د هر صندوق چک لېست د ټاکنو کمېسيون او شکايتونو ته د رسېدو کمېسيون ته لېږل کېږي.
د بلخ د ټاکنو کمېسيون رييس زياته کړه چې له تفتيش وروسته بيا هم که ټاکنيزو شکايتونو ته د رسېدو کمېسيون قناعت حاصل نه شو، نو دوی چمتو دي چې د يادو صندوقونو رايې بيا ځلي وشمېري.
هغه زياتوي چې د بلخ په يو شمېر ولسواليو کې زورواکو هڅه کوله، څو ټاکنو پروسه کې لاسوهنه وکړي خو په وينا يې چې د امنيتي ځواکونو له خوا يې مخه نيول شوې.
د نوموړي په خبره، په راتلونکو دوو ورځو کې به د بلخ په ګډون له شمالي ولايتونو انتخاباتي مواد مرکز کابل ته انتقال شي.
اکبري د خپلو خبرو په دوام کې وويل چې بلخ ولايت کې ۹۸ سلنه رايه د بايومټريک په سيستم کارېدلې ده.
هغه د ۲ فيصده هغې رايې په اړه چې له بايومټريک پرته کارېدلې، وويل، که د ټاکنو کمېسيون له طرزالعمل سره برابرې وې، نو حساب به يې کړي.
login or register a new account.