ښرنه(پژواک،١٥لړم٩٧): د پکتيکا په ګيان ولسوالۍ کې د بهرنيو ځواکونو په هوايي بمبار کې څلور ملکي وګړي وژل شوي او پنځه نور ټپيان شوي دي.
د پکتيکا مرکز ښرنې په ولايتي روغتون کې د يادې پېښې يو تن ټپي احمد د لړم په ١٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې وړمه شپه امريکايي ځواکونو د دوى پر کورونو او دکانونو هوايي بريدونه کړي دي.
ده وويل چې د دغو بريدونو له امله څلور ملکي وګړي وژل شوي او پنځه نور ټپيان دي چې په وژل شويو کې درې ښځې او يو ماشوم شامل دي.
دغه راز د سيمې يوه اوسېدونکي د نوم نه خپرولو په شرط پژواک ته وويل چې په دې پېښه کې دوه طالبان هم وژل شوي دي.
دى وايې چې په دغو بريدونو کې د ښځو په ګډون څلور تنه وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان شوي دي.
په دې اړه د پکتيکا امنيه قوماندان مل پاسوال غلام سخي روغ ليوني پژواک ته وويل چې بريد پر وسله والو طالبانو شوى، خو ملکي وګړو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.
ده وويل چې د دغو بريدونو له امله د يو شمېر قوماندانانو په ګډون ګڼ شمېر وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
دغه راز په کابل کې د امريکايي ځواکونو مطبوعاتي دفتر پژواک ته وويل چې د دغې پېښې په اړه دوى هم ځينې ادعاوې اورېدلي دي، خو تر اوسه کره معلومات يې نه دي ترلاسه کړي.
دوى وايي چې په دې اړه معلومات کوي او وروسته يې بيا له رسنيو سره شريکوي.
بل لورته د وسله والو طالبانو وياند ذبيح مجاهد وايي چې په دې پېښه کې د پنځو ښځو او درېيو ماشومانو په ګډون ٢١ تنه وژل شوي دي.
د يادونې ده چې ګيان د پکتيکا له نا امنو ولسواليو څخه ده چې ډېرى سيمې يې د وسله والو طالبانو په کنټرول کې دي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP