Language

د غزني جاغورو ولسوالۍ کې اتو سیمه ییزو پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې

غزني ښار (پژواک، ١٦ لړم  ٩٧): د غزني په جاغوري ولسوالۍ کې د لومړي ځل لپاره د امنيتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ جګړه شوې چې له امله يې درې سيمه ييز پوليس وژل شوي او پنځه نور ټپيان دي.

د غزني د والي وياند محمد عارف نوري د لړم په ١٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه شاوخوا درې بجې وسله والو طالبانو د جاغوري ولسوالۍ په حوتقول او انګورو سيمو کې د سيمه ييزو پوليسو پر پوستو بريدونه کړي دي.

دى وايې چې په دغو بريدونو کې درې سيمه ييز پوليس وژل شوي او د سيمه ييزو پوليسو د قومانان باشي حبيب په ګډون پنځه تنه نور ټپيان شوي دي.

نوري وايې چې په دې جګړه کې وسله والو طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې خو کره شمېره يې تر اوسه معلومه نه ده.

د غزني د امنيې قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول احمد خان سيرت پژواک ته وويل چې اوس هم د پشي او حوتقول په سيمه کې جګړه روانه ده.

دغه راز د سيمې اوسېدونکي علي اکبر پژواک ته وويل چې طالبانو يوه پوسته نيولې او اوس هم جګړه روانه ده.

بل لور ته د ولسمشرۍ مرستيال وياند شاه حسين مرتضوي په خپله فېسبوک پاڼه کې ليکلي چې هوايي ځواکونو په جاغوري ولسوالۍ کې پر طالبانو  بمبار پيل کړى دى.

دى وايې: ((جاغوري به کله هم د ترهګرو لپاره پر امن خونې بدل نه شي؛ ځکه خلک او حکومت به د ترهګرو پر وړاندې کلک مقاومت وکړي.))

بل لور ته طالبان هم دغه جګړه تاييدوي.

د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته وويل چې د جاغوري په جګړه کې تر اوسه نهه پوستې طالبانو نيولې دي چې په ترڅ کې ٢٥ پوليس وژل شوي دي.

د ياونې ده، جاغوري د غزني د امن ولسواليو له ډلې ده چې په تېرو ١٧ کلونو کې په کې جګړه نه وه شوې.

login or register a new account.