ګردېز (پژواک، ٢١ لړم ٩٧): د پکتيا په مرکز ګردېز کې د ٢٠٧ ميليونه افغانيو په لګښت د اوبو رسولو ادارې او ښاري کاناليزاسيون ادارې لپاره د ودانۍ جوړولو او د اوبو شبکې د وېش چارې پيل شوې.
د يادې پروژې د پيل په مراسمو کې د پکتيا والي شميم خان کټوازي وويل چې د ګردېز ښاريان د څښاک پاکو اوبو ته کافي لاسرسی نه لري او د دې پروژې په ترسره کېدو سره به دا ستونزه تر يو بريده حل شي.
کټوازي وويل چې پر دې پروژه ۲۰۷ ميليونه افغانۍ لګښت راځي چې د اوبو رسونې ادارې ته پکې دوه پوړيزه ودانۍ، څاګانې او څلور زره او پنځه سوه کورونو ته اوبه رسول پکې شامل دي.
نوموړي وويل: ((د ګردېز ښار ډېری برخو ته به اوبه ورسوي، د ۶۴ کيلومتره په اوږدوالي په ښار کې بېلابېل پايپونه غځيږي، چې د تعمير سربېره به د اوبو لويه ذخيره او څاګانې ولري.))
دغه راز په دې غونډه کې د ولايتي شورا رييس عبدالمالک ځاځي وويل چې د ګردېز اوسېدونکو ته د پاکو اوبو برابرولو په برخه کې دا لومړۍ لويه پروژه ده او په دې برخه کې بايد ډېر کار وشي.
ځاځی وايي، دا چې پاکې اوبه د ژوند حياتي اړتيا او له ناروغيو د ژغورل کېدو لپاره اساسي پديده ده، نو مسوولو ادارو ته لازمه ده چې پاکو اوبو ته د خلکو د لاسرسي او اوبو زېرمه کولو لپاره زيات کار وکړي.
ده وويل: ((د ملي پيوستون برنامې له خوا په بعضې سيمو يو څه کار شوی، خو دا کفايت نه کوي، دا پروژه به هم د ګردېز د اوسېدونکو يو څه ستونزه کمه کړي، خو غوښتنه مو دا ده چې پراخ يې کړي.))
له کابله راغلي د اوبو رسونې ادارې د نظارت مسوول انجنير سيداجان وويل چې ياده پروژه په لومړيو کې ۴۵۰۰ کورونو ته اوبه رسوي او وروسته يې ظرفيت نور هم زياتېدای شي.
سيداجان وويل چې د دې پروژې ځيني کارونه ترسره شوي او تر راتلونکو شلو مياشتو پورې به بشپړ او ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.
دی وايي: ((۶۰۰ متره مکعبه يوه ذخيره لري، ۶۴ کيلومتره شبکه ده چې مختلف پايپونه لري او له ۵۰ــ۴۰۰ ملي متره پايپونو پورې به په کوڅو او سايټونو کې تمديديږي او خلکو ته به اوبه ورکوي.))
د يادونې ده، د ګردېز په بېلابېلو سيمو کې د طبيعي ورښتونو د کمي له امله تر ځمکې لاندې د اوبو سطحه شاوخوا ۳۰ سلنه ټيټه شوې چې له امله يې د ډېری خلکو د اوبو څاګانې هم وچې شوې او د څښلو اوبو ته يې لاسرسی محدود شوی دی.
login or register a new account.