Language

د دشت ارچي ولسوالۍ سلګونه بې ځايه شوې کورنۍ له ستونزو سره مخ دي

کندوز ښار(پژواک، ٢٢ لړم ٩٧): د کندوز په دشت ارچي ولسوالۍ کې د وروستيو پرله پسې جګړو له امله شاوخوا اته سوه کورنۍ نورو سيمو ته بې ځايه شوي چې دا مهال له ستونزو سره مخ دي.

د کندوز د کډوالو چارو رييس سلام هاشمي د لړم په ٢٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دشت ارچي ولسوالۍ له قرلق سيمې څخه شاوخوا اته سوه کورنۍ نورو سيمو ته بې ځايه شوې دي.

هغه وايي: (( طالبانو چې کله پر قرلق سيمې بريد وکړ، په دې سيمه کې شاوخوا شل کلي دي چې له امله يې سلګونه کورنۍ تخار ولايت او ځينو نورو سيمو ته کډه شوې دي.))

د ده په وينا، تخار کې يې د دغه ولايت د کډوالو چارو رياست په مرسته د بې ځايه شويو کورنيو سروې پيل کړې، ترڅو د اړتيا وړ مرستې ورسره ترسره شي.

دغه راز په دې اړه د کندوز د ولايتي شورا غړي توريال کاکړ پژواک ته وويل چې له دشت ارچي ولسوالۍ څخه سلګونه کورنۍ بې ځايه شوې دي چې اوس په سخت وضعيت  کې شپې او ورځې تېروي.

دى وايي:(( اول بايد حکومت له بې ځايه شويو سره د اړتيا وړ مرستې وکړي، وروسته دې د دوى په سيمو کې امنيت تامين کړي، ترڅو دغه خلک بېرته خپلو کورونو ته ستانه شي.))

همدارنګه د بې ځايه شويو کسانو له ډلې څخه شفيق الله پژواک ته وويل: (( کله چې طالبانو پر قرلق بريد وکړ، امنيتي ځواکونو سيمه پرېښوده، طالبان راغلل، خلک هم د جګړې له وېرې يو او بل ځاى ته کډه شول.))

هغه وايي چې د ژوند سختې شپې او ورځې تېروي او زياته يې کړه: (( ماشومان مريضان دي، هوا سړه ده، خېمه کې ژوند کوو، يا د حکومت زموږ سيمې امن کړي يا دې هم طالبانو ته وسپاري ترڅو موږ خپل په ژوند پوه شو نور د هره ورځ جګړې زغم نه لرو.))

همدارنګه د تخار ولايت مرکز تالقانو ته د دشت ارچي بې ځايه شوي علي احمد پژواک ته وويل: (( موږ په ډېر مشکل کې يو، حکومت يواځې موږ ته وچه ډوډۍ راکوي، چې دا زموږ هيڅ درد نه دوا کوي، زموږ سيمې دې امن کړي، ترڅو خپلو کورونو ته بېرته لاړ شو.))

د يادونې ده چې تر دې وړاندې هم د دغه ولايت يو شمېر نورو بې ځايه شويو د خوراکي توکو او سرپناه له نه شتون څخه شکايتونه کړي وو.

login or register a new account.