Language

چارواکي : د اروزګان ترينکوټ کې ګډو ځواکونو ٢٥ طالبان وژلي دي

ترينکوټ (پژواک، ٢٢ لړم ٩٧) : امنيتي سرچينې وايي چې د اروزګان ولايت په ترينکوټ ښار کې د ګډو ځواکونو په عملياتو کې ٢٥ وسله وال طالبان وژل شوي دي.

په سوېل کې د ٢٠٥ اتل قول اردو مرستيال وياند محمد صادق عيسى د لړم په ٢٢مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا عمليات تېره شپه ترسره شوي دي.

هغه زياته کړه، دا عمليات د چورې ولسوالۍ د پوزه او د ترينکوټ ښار په چپه خاک او نچين   سيمو کې شوي دي.

د نوموړي په وينا، په دې عملياتو کې ٢٥ وسله وال وژل شوي او ١٨ نور ټپيان او د هغوى زياته اندازه وسلې او مهمات  هم ترلاسه شوي دي.

په کابل کې د ګډو ځواکونو يوې سرچينې پژواک ته د يادو عملياتو د تاييد ترڅنګ وويل  چې په وژل شويو طالبانو کې هغه وسله وال هم شامل دي چې د مالستان ، خاص اروزګان او جاغوريو په جګړو کې يې برخه اخيستې وه.

د طالبانو وياند قاري يوسف احمدي ويلي چې د ترينکوټ په جګړه کې يې يو بهرنى او شپږ افغان سرتېري وژلي دي .

نوموړي د خپلو وسله والو د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ويلي.

د يادونې ده چې په ترينکوټ ښار کې له تېرو درېيو ورځو راهيسې يو ځل بيا چاڼيز عمليات پيل شوي دي.

login or register a new account.

Related Topics