Language

بغلان کې دوه ټولګتې پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

پلخمري (پژواک، ٢٣ لړم ٩٧): د بغلان په فرنګ ولسوالۍ کې د ۳۷ میلیونه افغانیو په لګښت دوه جوړ شوي پلونه ګټې اخيستنې ته وسپارل شول.

د بغلان د فوايد عامې ريیس برهان الدین شینواري د لړم په ۲۳مه پژواک خبري اژانس ته وویل چې د فرنګ ولسوالۍ په دهن یول او دشت رباط سیمو کې دوه پلونه چې هر یو یې  ۳۰ متره اوږدوالی او ۷ نیم متره سور لري، ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.

شینواري  وویل چې پر دغو دواړو پروژو  ۳۷ میلیونه افغانۍ لګښت راغلی چې فوايد عامې وزارت له لوري ورکول شوی دی.

د ده په وینا، دغه پروژې د یو کال په موده کې بشپړې شوې دي چې د ورځې یې ۸۰ کسانو ته د کار زمینه هم برابره کړې وه.

د بغلان د فوايد عامې رياست د چارواکو د معلوماتو له مخې، دغو دوو پلونو د فرنګ، خوست او ګذرګاه ولسواليو زرګونو کسانو ته د تګ راتګ اسانتیا برابره کړې ده.

دغه راز د فرنګ ولسوالۍ اوسېدونکي هدایت الله  ایوبي پژواک ته وویل چې د دشت رباط او دهن یول سیمو پلونو په جوړېد سره د دې سيمې د اوسېدونکو د تګ راتګ ستونزه هواره شوه.

هغه وايي: ((پخوا دلته سېلابونه راتلل، د خوست، فرنګ او ګذرګاه ولسواليو اوسېدونکو به سفر نه شو کولاى، خو اوس دغه ستونزه هواره شوه.))

د یادونې ده، تر دې  وړاندې د بغلان په نهرین ولسوالۍ کې د ۱۲۰ مترو په اوږدوالي یو بل پول ګټې اخیستنې ته سپارل شوی و.

login or register a new account.

Related Topics