Language

غزني کې ۶۰ طالبان هوايي بریدونو کې وژل شوي

غزني ښار (پژواک، ٢٣ لړم ٩٧): د غزني امنيتي چارواکي ادعا کوي چې د بهرنيو ځواکونو د هوايي بريدونو له امله ٦٠ وسله وال طالبان وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان شوي دي.

د غزني د امنيې قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول احمد خان سيرت د لړم په ٢٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه بهرنيو ځواکونو د غزني- اروزګان پر لويه لار د زردک سيمې په مربوطاتو کې د طالبانو پر يو کاروان بريدونه کړي دي.

هغه وايي چې په دغو بريدونو کې ٦٠ وسله وال طالبان وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان شوي دي.

ده وويل چې په مالستان، جاغوري او واغظ ولسواليو کې هم جګړې شوې چې په ترڅ کې يې لسګونو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

سيرت دا هم وويل چې تېره شپه طالبانو د بکاول په سيمه کې د امنيتي سرتېرو پر پوستې بريد کړى چې په ترڅ کې يې دوه د ملي اردو سرتېري او يو پوليس وژل شوي او يو بل پوليس ټپي شوى دى.

دغه راز د يو بل خبر له مخې، د تخار د امنيې قوماندانۍ وياند سمونيار خليل اسير پژواک ته وويل چې تېره شپه طالبانو د اشکمش ولسوالۍ په جغت سيمه کې د امنيتي ځواکونو پر پوستو بريدونه کړي دي.

هغه وايي چې د طالبانو بريدونه پر شا تمبول شوي خو د جګړې له امله دوه پوليس وژل شوي او درې نور ټپيان دي.

همدارنګه په کندوز کې د پامير ٢٠ فرقې وياند غلام حضرت کريمي پژواک ته وويل چې طالبانو تېره شپه د قلعه زال ولسوالۍ په اقتپه سيمه کې د امنيتي ځواکونو پر پوستى بريد کړى دى.

هغه وايي چې په دغه بريد کې د ملي اردو يو سرتېرى وژل شوى او يو بل ټپي دى خو شپږ طالبان هم وژل شوي او ګڼ شمېر نور ټپيان شوي دي.

بل لور ته وسله وال طالبان هم دغه جګړې تاييدوي.

د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې طالبانو تېره شپه په غزني، کندوز او تخار ولايتونو کې د امنيتي ځواکونو پر پوستو بريدونه کړي دي.

هغه ادعا وکړ چې د دغو بريدونو په ترڅ کې ٥٥ امنيتي سرتېري وژل شوي او ګڼ شمېر نور ټپيان شوي دي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.