Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

لوګر کې یوه پولیس خپل درې ملګري پولیس وژلي

پل علم (پژواک، ٢٣ لړم ٩٧): د لوګر په مرکز پل علم کې يوه پوليس درې نور پوليس وژلي، يو يې ټپي کړى او يو شمېر وسلې او مهمات يې له ځان سره وړي دي.

د لوګر د امنيې قوماندانۍ وياند شاپور احمدزي د لړم په ٢٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه د مرکز اړوند په متانيو پوسته کې يوه پوليس درې نور پوليس وژلي او يو بل يې ټپى کړى دى.

هغه وايي: ((دغه پوليس له پخوا له طالبانو سره اړيکې درلودې چې بېګاه له پېښې وروسته يې يو شمېر وسلې او مهمات هم له ځان سره وړي دي.))

ده وويل چې امنيتي او کشفي ارګانونو د ياد کس د نيولو هلې ځلې پيل کړې دي.

خو د لوګر د ولايتي شورا يوې سرچينې پژواک ته وويل چې پېښه بېګا نهه بجې رامنځته شوې چې په ترڅ کې یې درې پوليس وژل شوي او يو شمېر نور پوليس طالبانو له ځان سره بيولي دي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

د يادونې ده، دوه اوونۍ وړاندې د لوګر د والي محمد انور خان اسحاقزي يوه ساتونکي د والي دوه نور ساتونکي ووژل او يو هاموې ټانګ او يو شمېر نورې وسلې يې طالبانو ته تسليم کړې.

login or register a new account.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.