Language

بلخ کې د سینما یو سیمه ییز هنرمند قدوس فرهمند وژل شوی

مزارشريف (پژواک، ۲۶ لړم ۹۷): افغان هنرمند او ممثل "قدوس فرهمند" د جمعې ماښام د بلخ ولايت د خلم ولسوالۍ په مربوطاتو کې د دوو موټرسايکل سپرو له لوري وژل شوی دی.

د بلخ امنيه قوماندان پاسوال محمد اکرم سامع د لړم په ۲۶مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې وژل شوی هنرمند خلم ولسوالۍ ته د تفريح لپاره تللی و.

هغه زياته کړه چې نوموړی د ورځې په پای کې د مزارشريف ښار ته پر لاره و چې د خلم ولسوالۍ د تاشقرغان تنګي سيمه کې وژل شوی دی.

امنيه قوماندان وايي چې په سيمه کې وسله واله نښته نه ده رامنځته شوې او قاتلين پر تېښته بريالي شوي دي.

سامع همدا راز وويل چې ممکن دغه پېښه د شخصي اختلافاتو له امله رامنځته شوې وي خو زياتوي چې د موضوع روښانولو په موخه يې سيمې ته پلاوی استولی دی.

په  ورته وخت کې د بلخ د اطلاعاتو او کلتور رياست د هنر او فرهنګ څانګې مدير ذبيح الله اريايي له پژواک سره خبرو کې د "قدوس فرهمند" وژل کېدل يوه لويه ضايعه وبلله.

نوموړي زياته کړه چې دغه هنرمند د فلمونو، ډرامو او سټېج د سر بريالی ممثل و او په وژل کېدو به يې په ټول افغانستان او په ځانګړي ډول بلخ ولايت کې لويه تشه رامنځته شي.

اريايي زياتوي چې وژل شوي هنرمند به همېشه د تياتر له لارې د سولې، ورورلۍ او مينې پيغامونه لېږدول.

نوموړی د بلخ له امنيتي چارواکو غواړي چې د قدوس فرهمند د وژلو عاملين دې ونيسي او د قانون منګولو ته دې يې وسپاري.

" قدوس فرهمند" د بلخ اوسېدونکی او له تېرو دوو لسيزو راهيسې په هنري کارونو بوخت و.

نوموړي په مشهور افغاني سريال (شېرين) کې د لوبېدو تر څنګ په ګڼو فلمونو او د سټېج د سر ډرامو کې هم نقش لوبولی و.

د يو بل خبر له مخې، تېره ورځ د بلخ په دهدادي ولسوالۍ کې هم د اديب شېرزاد په نوم يو ځوان د خپل کور په باغ کې په مرموز ډول وژل شوی دی.

login or register a new account.