Language

“پوهنتونونو کې د افراطيت زياتېدل د محصلينو د ذهني ودې مخه نيسي”

مزار شريف (پژواک ۲۶ لړم، ۹۷): د بلخ پوهنتون استادان او محصلين وايي، حکومت دې په پوهنتونونو او اکاډميکو ساحو کې د افراطيت د پراختيا، قومي، ژبنيو او سياسي فعاليتونو مخه ونيسي.

دوی زياتوي، د افغانستان دښمنان غواړي له دې لارې د خلکو تر منځ شته باورمندي له منځه يوسي.

د بلخ پوهنتون د حقوقو او سياسي علومو پوهنځي رييسې پوهنمل شکيبا بګراموال د لړم په ۲۶مه، مزار شريف کې د محصل ورځې د نمانځنې پر مهال پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په اکاډميکو ساحو او پوهنتونونو کې د افراطيت پراختيا ناورين رامنځته کولای شي.

هغې زياته کړه، د محصلينو تر منځ قومي، ژبنيو او مذهبي مسايلو ته لمن وهل هم د پوهنتونونو په درسي بهير باندې ناوړه اغېز کولای شي.

مېرمن بګراموال زياتوي، د بلخ پوهنتون رهبري تر ډېره هڅه کوي، چې دغلته قومي، ژبنيو، مذهبي او سياسي فعاليتونو ته اجازه ورنه کړي.

د دې په خبره ، څومره چې محصلين په يادو مسايلو کې ښکېل کېږي، نو په هماغه اندازه يې د زده کړو بهير خرابېږي.

نوموړې وايي، د پوهنتونونو استادان بايد دې برخې ته جدي پاملرنه وکړي او چاته دې اجازه نه ورکوي، چې په اکاډميکو ساحو کې ناقانونه کړنې ترسره کړي.

د بلخ پوهنتون د حقوقو پوهنځي مشره زياتوي، په پوهنتونونو کې د افراطيت په زياتېدو سره د محصلينو د فکري ودې مخنيوی کوي.

هغې په دې تړاو له حکومت څخه د جدي پاملرنې غوښتنه کوي.

login or register a new account.

Related Topics