Language

چارواکي: د کندوز  دشت ارچي کې  ٣٦ وسله وال طالبان وژل شوي

کندوز ښار(پژواک، ٢٧ لړم٩٧): امنيتي مسوولين وايي چې د کندوز په دشت ارچي کې د هوايي بريدونو له امله ٣٦ وسله وال طالبان وژل شوي او لسګونه نور ټپيان شوي دي.

دغه څرګندونې د ځانګړو عملياتو قول اردو مطبوعاتي مسوول ډګرمن عبدالقيوم نورستاني د لړم په ٢٧مه پژواک خبري اژانس ته وکړې.

هغه وويل چې تېره شپه د لسم کنډک کومانډو ځواکونو د کندوز په دشت ارچي ولسوالۍ کې چاڼيز عمليات کړي دي.

ده وويل چې په دغو عملياتو کې ٣٦ وسله وال طالبان وژل شوي او ٣٨ نور ټپيان شوي دي.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، د دغو عملياتو په ترڅ کې د دشت ارچي ولسوالۍ قرلق، سيف الدين پول، د اتصالاتو تپه، د کندوز بندر او ځينې نورې سيمې د طالبانو له شتون څخه پاکې شوې دي.

دغه راز په دې اړه د دشت ارچي ولسوالۍ امنيه قوماندان سمونيار نياز محمد عمرخېل پژواک ته وويل چې ځانګړو ځواکونو دوه شپې وړاندې پر طالبانو عمليات کړي دي.

هغه وايي: (( موږ په جريان کې نه و، خو زه خبر شوم چې په دې عملياتو کې ٣٠ طالبان وژل شوي دي.))

بل لورته وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

د يادونې ده چې دشت ارچي د کندوز ولايت له نا امنو ولسواليو څخه شمېرل کېږي چې ډېرى وخت په کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړې کېږي.

login or register a new account.