غزني ښار(پژواک، ٢٨ لړم ٩٧): د ملي دفاع وزارت وايي چې جاغوري او مالستان ولسوالۍ د وسله والو طالبانو له شتون څخه پاکې شوې دي، خو بل لورته طالبان بيا وايي چې د دغو ولسواليو ځينې سيمې يې د قومي مشرانو په منځګړتوب پرېيښې دي.
د ملي دفاع وزارت وياند جاوېد غفور د لړم په ٢٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د لوى درستيز تر مشرۍ لاندې د جاغوري او مالستان ولسواليو ټولې سيمې د طالبانو له شتون څخه پاکې شوې دي.
هغه وايي: (( په دې دواړو ولسواليو کې به دوه ټولي منطقوي قوت جوړ شي چې د ٢٠٣ تندر قول اردو تر چتر لاندې به کار کوي.))
ده وويل چې د دغه سيمه ييز ځواک د جوړېدو لپاره پلاوى سيمې ته استول شوى او د جلب جذب چارې يې پيل کړې دي.
دغه راز د جاغوري ولسوالۍ د انګوري سيمې اوسېدونکي حسين پژواک ته وويل: (( په هغو ځايونو کې چې مخکې طالبان وو اوس ټولو کې حکومتي ځواکونه دي او جګړه هم نشته دى.))
همدارنګه د غزني د والي وياند محمد عارف نوري وويل چې د مالستان او جاغوري ډېرې سيمې د طالبانو له شتون څخه پاکې شوې دي، خو په ځينو نورو کې يې اوس هم عمليات روان دي.
خو بل لورته طالب وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته وويل چې طالبانو د جاغوري او مالستان ځيني سيمې د قومي مشرانو په منځګړتوب پرېيښې دي.
مجاهد وايي چې دغه کار طالبانو د خلکو په خوښه کړى دى.
د يادونې ده چې څو ورځې وړاندې وسله والو طالبانو له ١٧ کلونو وروسته پر مالستان او جاغوري ولسواليو باندې بريدونه وکړل چې د حکومت، سياسي مشرانو او خلکو له جدي غبرګون سره مخ شول.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP