غزني ښار (پژواک، ٢٨ لړم ٩٧ ): د غزني په ګيلان ولسوالۍ د هاوان مرمۍ لګېدو له امله د يوې کورنۍ دوه غړي وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.
د ګيلان ولسوالۍ د رسني سيمې اوسېدونکي عزت الله د لړم په ٢٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دوه ورځې وړاندې په دې سيمه کې پر يوه کور د هاوان مرمۍ لګېدلې ده.
هغه وايي: ((په دې پېښه کې يوه مور او زوى وژل شوي، بل زوى او پلار سخت ټپيان دي.))
د نوموړي د معلوماتو له مخې، د هاوان دغه مرمۍ د جاغوري ولسوالۍ له انګوري سيمې توغول شوې او پر یاد کور لګيدلې ده.
د هغه په وينا، په انګوري سيمه کې دا مهال امنيتي ځواکونه مېشت دي.
دغه راز د دې ولسوالۍ بل اوسېدونکي نعمت الله پژواک ته وويل چې د ګيلان ډېرى اوسېدونکي د جاغوري ولسوالۍ په انګوري بازار کې هټۍ لري.
هغه وايي: ((څو ورځې وړاندې کله چې په جاغوري کې جګړه وه، يو شمېر نا مسووله وسله والو موږ ځورولي یو، ډبولي يې یو، مبايلونه، پيسې او نور شيان یې رانه اخيستي دي.))
د نوموړي په وينا، د جاغوري اوسېدونکي پر دوى تور پورې کوي چې د ګيلان ټول اوسېدونکي طالبان دي.
همدارنګه په غزني کې مدني فعال امين ابراهيمزوى پژواک ته وويل چې حکومت بايد د رسني سيمې پېښه په جدي ډول وڅېړي.
هغه وايي: ((په دې سيمه کې د خلکو پر کورونو د هاوان مرمۍ لګېدلي دي، خلک يې سخت په مشکل دي، له کوره وتلى نه شي، حکومت يې بايد غم وخوري.))
بل لور ته د غزني د والي وياند محمد عارف نوري هم پېښه تاييدوي خو زياتوي چې د هاوان دغه مرمۍ د طالبانو له لوري توغول شوې ده.
دى وايي: ((دغه پېښه درې ورځې وړاندې شوې ده، اوس په سيمه کې هېڅ مشکل نشته دى.))
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP