Language

د کندهار استیناف محکمې یو تن ټاکنو کې د درغلیو په تور په بند محکوم کړ

کندهار (پژواک، ۲۸ لړم ۹۷): د کندهار د استیناف محکمې له خوا په یوه علني غونډه کې دوه تنه په بند محکوم شول چې یو تن په ټاکنو کې د درغلیو او بل د نشه يي توکو په قاچاق تورن وو.

د علني محاکمې په دې غونډه کې د یو شمېر چارواکو تر څنګ عامو خلکو هم ګډون کړی وو.

د کندهار د استیناف محکمې رییس قضاوتيار محمد کريم محمدي پژواک خبري اژانس ته وویل، دوه تنه چې یو یې په ټاکنو کې په درغلیو او بل تن هند ته د هیرویینو په قاچاق تورن وو، په یوې علني غونډه کې محاکمه شول.

هغه زیاته کړه، د دین محمد په نوم تورن کس د ولسي جرګې د ټاکنو د نوم لیکنې پر مهال په سپین بولدک ولسوالۍ کې د ۳۰ سټېکرونو د پلورلو پر مهال د ملی امنیت د منسوبینو له خوا نیول شوی و.

د ده په خبره، اړوندې محکمې د دغې موضوع تر څېړنې وروسته تورن کس ته د دغه جرم له امله د دوه کاله تنفیذي بند سزا واوروله.

ده وویل، دین محمد د اختر محمد زوی ته د جزا کوډ د ۴۲۵مې مادې د لومړۍ فقرې له مخې دوه   کاله د تنفیذي بند سزا و ټاکل شوه چې د نظارت له لومړۍ ورځې (۱۳۹۷/۰۷/۰۵)  څخه پیلېږي.

دغه راز ده یادونه وکړه چې د مسعود په نوم دویم تورن کس چې غوښتل یې په خېټه کې څه باندې ۵۰۰ ګرامه هیرویین هند ته قاچاق کړي، په کندهار هوايي ډګر کې د پولیسو له خوا نیول شوی و.

د نوموړي په وینا، دغه کس ته د جزا کوډ د ۳۰۲مې فقرې د ۴م بند او د ۲۱۴مې مادې د ۴مې فقرې له مخې د نظارت له لومړۍ ورځ چې په ۱۳۹۷/۰۶/۲۹ نېټه پيل کېږي، د ۳ کاله او ۶ میاشتو بند سزا ورکړل شوه.

خو د ټاکنو د نوم لیکنې په پروسه کې په درغلۍ تورن کس وايي، دا بې عدالتي ده چې ده ته د ۳۰ سټېکرونو په پلورلو دوه کاله د بند سزا ورکول کېږي خو هغوی ازاد ګرځي چې په دغه پروسه کې یې ښکاره درغلۍ کړې دي.

دین محمد پژواک خبري اژانس ته وویل، دلته قانون یوازې د کمزورو خلکو لپاره دی، خو زورور هیڅوک هم نه محاکمه کوي.

دی وايي، ډېر داسې کسان پېژني چې په زرګونو سټېکرونه یې پلورلي او د ټاکنو په پروسه کې یې درغلۍ کړي، خو څوک یې نوم هم نه شي اخیستلی، محاکمه کول او سزا ورکول خو لرې خبره ده.

د یاودنې ده چې په کندهار کې د ولسي جرګې په ټاکنو کې د پراخو درغلیو ادعاوې کېږي او په دې اړه سلګونه شکایتونه هم ثبت شوي، خو تر اوسه په دې تړاو څوک د څېړنو لپاره عدلي او قضايي ارګانونو ته نه دي غوښتل شوي.

login or register a new account.

Related Topics