Language

کندهار کې د محمد (ص) د میلاد ورځې مناسبت غونډه کې د سولې راتلو لپاره دعا وشوه

کندهار (پژواک، ۲۹ لړم ۹۷): د کندهار ولايت په مقام کې د سرپرست والي، د دولتي ادارو د مسوولینو، دیني عالمانو او ملا امامانو په ګډون د نبي کريم (ص) د ميلاد ورځ د قران کریم په ختم ولمانځل شوه او په هېواد کې یې د سولې راتلو لپاره دعا وکړه.

په دغه ختم کې مرستيال او سرپرست والي عبدالحنان منيب، د يو شمېر دولتي ادارو مسوولينو او استازو، ديني عالمانو، ملا امامانو، قومي او ولسي مشرانو، د يو شمېر ولسواليو ولسوالانو او زيات شمېر ځوانانو ګډون کړی و.

په غونډه کي لومړی د نبي کريم ص د ميلاد په مناسبت د قران عظيم الشان ختم وشو او د لوی خدای (ج) دربار ته د اميد لاسونه لپه شول څو په هېواد کې دايمي سوله تامين او افغانان د امن په فضاء کې ژوند کولو ته دوام ورکړي.

همدارنګه مرستيال او سرپرست والي عبدالحنان منيب د نبي کريم ص د ژوند د سيرت يوه برخه بيان کړه او ويې ويل: "حضرت محمد ص هغه وخت نړۍ ته راغی چې د نړۍ پر مخ جنګ او جرمونه اوج ته رسېدلي وو، نبي کريم ص يوازې د مسلمانانو لارښود نه، بلکې د ځمکې پر مخ د ټول انسانيت لارښود ګڼل کېده."

منيب په خپلو خبرو کې له ولسمشر محمد اشرف غني څخه ځانګړې مننه وکړه چي د نبي کريم ص د ميلاد په مناسبت يې فرمان صادر کړ څو يو شمېر محبوسين له بنده ازاد کړي چي په دغه فرمان کې د کندهار ولايت محبوسين هم شامل دي.

نوموړي له ديني عالمانو او ملا امامانو غوښتنه وکړه چې له ولايتي ادارې سره د نبي کريم ص د سيرت اړوند همکاري وکړي څو په دې برخه کې لنډمهال او اوږد مهال سيمينارونه داير کړي او عام خلک ترې ګټه واخلي.

وروسته قومي مشرانو او ديني عالمانو هم د نبي کريم ص د ميلاد اړوند بحثونه وکړل او د هغه د ژوند د سيرت بېلابېلې برخې يې د غونډې ګډونوالو ته واورولې.

login or register a new account.