Language

د پکتيکا د ملي امنيت ځواکونو د بايومټريک يو ماشين ترلاسه کړى

ښرنه(پژواک،٣٠ لړم ٩٧): د پکتيکا د ولايتي شورا رييس وايي چې د ملي امنيت ځواکونو د بايومټريک يو ماشين ترلاسه کړى، په اړه يې بايد خلکو ته معلومات ورکړي چې د کوم نوماندان په ګټه کارول شوى دى.

د پکتيکا د ولايتي شورا رييس بختيار ګل ځډراڼ د لړم په ٣٠ مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې څو ورځې وړاندې د ملي امنيت ځواکونو د بايومټريک يو ماشين ترلاسه کړى دى.

هغه وايي: (( دا چې ملي امنيت دغه ماشين له کوم ځايه ترلاسه کړى، د کوم کانديد له پلويانو يې نيولى ، بايد موږ او خلکو ته معلومات راکړي.))

نوموړي ټينګار وکړ چې هغه کانديد هم بايد افشا شي چې دغه ماشين يې په ګټه کارول شوى دى.

که څه هم د پکتيکا د ملي امنيت چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي، خو يوې امنيتي سرچينې پژواک ته وويل چې دغه ماشين د ملي امنيت ځواکونو درې ورځې وړاندې ترلاسه کړى دى.

بل خوا د پکتيکا د ټاکنو کمېسيون رييس هارون باور وايي چې د ټاکنو په ورځ يې په تروې ولسوالۍ کې دبايومټريک درې ماشينونه ورک شوي چې تر اوسه يې بېرته نه دي ترلاسه کړي.

د يادونې ده چې د ولسي جرګې په تېرو ټاکنو کې د لومړي ځل لپاره په افغانستان کې له بايومټريک سيستم څخه کار واخيستل شو چې په ډېرو ځايونو کې يې سم کار نه کاوه او له ځينو ځايونو څخه يې ماشينونه هم لادرکه شول.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.