پلخمري (پژواک، ٣٠ لړم ٩٧): په شمال ختیخ زون کې د بشري حقونو دفتر مسوولین وايي، د تېرو کلونو په پرتله دغه زون کې د ماشومانو پر وړاندې د تاوتریخوالي پېښو کې کموالی راغلی، خو د نورو شمالي ولایتونو په پرتله بغلان کې زیاتې دي.
د شمال ختیځ زون د بشري حقونو د کمېسیون ساحوي دفتر ريیس سید حفیظ الله فطرت پلخمري کې د ماشومانو نړیوالې ورځې په یاد جوړه شوې غونډه کې وویل، دوى د تېر او سږ کال ترمنځ د تاوتریخوالي کچې کمښت ټاکلی شمېر نه لري، خو د ماشومانو پر وړاندې پېښو ته په کتو وایي چې سږکال د تېر کال په تناسب د ماشومانو پر وړاندې د تاوتریخوالي پېښې کمې ثبت شوې دي.
ده زياته کړه، بغلان له صنعتي ولایتونو څخه دی چې په کې ګڼ شمېر کم عمره ماشومان په کار بوخت دي، ځکه یې د ماشومانو د نړیوالې ورځې یادغونډه هم دغه ولایت کې چې ماشومان له خپلو حقونو خبر شي، ترسره کړ چې دلته نسبت نورو ولایتونو ته ډېر ماشومان په درنو کارونو بوخت دي او لامل یې د یاد ولایت صنعت ویل شوی دى.
د بغلان د کاراو ټولنیزو چارو ريیس محمد صالح وویل، په بغلان کې لا هم ۱۵ سلنه ماشومان درانه کارونه ترسره کوي چې لامل یې ناامني او فقر دی.
د ده په وينا، یو شمېر کم عمره ماشومان د جګړې په کرښو کې هم لیدل شوي چې کره شمېر یې نه دی معلوم، خو نسبت حکومت ته د دولت ضد وسله والو په لیکو کې یې شمېر زیات ښودل شوی دى.
د بغلان ولایت د استيناف څارنوالۍ ريیس نیازمحمد راسخ بیا هېواد کې پر ځینو هغو رسنیو چې بهرني سریالونه خپروي، نیوکه دا وه چې بهرني سریالونه هېڅ روزنیزه بڼه نه لري او ډېری یې د افغاني کلتور ضد هم دي چې په لیدونکو یې ټولنیزې منفي اغېزې کړې دي.
ده وویل، زموږ ماشومان د دې پرځای چې باید د سولې، ورورولۍ او پخلاینې تصویر وویني، تلوېزیونونه ورته د جګړې او وژنې انځور ښيي چې دا په خپله جګړې سره د ماشوم اشنا کېدلو لامل ګرځي.
په بغلان کې د زرګونو نالوستو تنکیو ځوانانو له ډلې څخه یواځې ۳۲۰ تنو ته یې د کار او ټولنيزو چارو ریاست له خوا د فني زده کړو شپږ میاشتني کورسونه جوړ شوي چې په کې په تدریجې ډول روزنې ترسره کېږي.
login or register a new account.