Language

په لوګر کې د هوايي بريدونو له امله  اته ملکي وګړي وژل شوي

پل علم (پژاوک، ٣٠ لړم ٩٧ ): د لوګر په محمد اغې ولسوالۍ کې د هوايي بريدونو له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون اته ملکي وګړي وژل شوي دي.

د لوګر د محمد اغې ولسوالۍ د اب بازک سيمې قومي مشر عزيز الله د لړم په ٣٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه افغان امنيتي ځواکونو د مولوي ملنګ پر کور عمليات کړي دي.

هغه وايي چې په دغو عملياتو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون د نوموړي د کورنۍ اته غړي وژل شوي دي.

ده وويل:((د دې سيمې خلک ټول شوي وو، د يو ساعت لپاره يې د لوګر-کابل لويه لار هم بنده کړه وه، خو وروسته حکومت مداخله وکړه او خلکو لار بېرته خلاصه کړه.))

د عزيز الله د معلوماتو له مخې، مولوي ملنګ د اب بازک سيمې د جومات ملا امام هم دى او له طالبانو او نورو وسله والو ډلو سره هيڅ ډول اړيکې نه لري.

په دې اړه د محمد اغې ولسوال نورمحمد عبيدي پژواک ته وويل چې تېره شپه اب بازک سيمه کې افغان ځواکونو عمليات کړي دي.

هغه وايي: ((د اب بازک سيمې اوسېدونکي ادعا کوي چې په دې عملياتو کې د مولوي ملنګ د کورنۍ اته غړي وژل شوي دي، نو زه له قومي مشرانو سره دلته ولايت ته راغلى يم، ترڅو دغه موضوع وڅېړل شي.))

دغه راز د لوګر د والي وياند شمشاد لاروي پژواک ته وويل چې د اب بازک سيمې د وروستۍ پېښې د څېړنې په موخه پلاوى ټاکل شوى دى.

هغه زياته کړه: ((په دې پلاوي کې د سيمې قومي مشران، ولسوال او ځيني نور چارواکي هم شامل دي چې تر څېړنو وروسته به يې پايلې له خلکو سره شريکې شي.))

بل لورته وسله وال طالبان هم دغه پېښه تاييدوي.

د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد په خپله ټويټر پاڼه کې ليکلي چې تېره شپه افغان او امريکايي ځواکونو د لوګر د محمد اغې ولسوالۍ په اب بازک سيمه کې د کلي د يوه جومات د ملا امام پر کور عمليات کړي دي.

هغه وايي چې په دې عملياتو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ٢٠ ملکي وګړي وژل شوي دي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.