ګردېز(پژواک، ٣٠ لړم ٩٧ ): د پکتيا ولايت په مرکز ګردېز ښار کې د نږدې ٢٣ ميليونه افغانيو په لګښت د منځنيو روغتيايي زده کړو د يوه انسټيټيوټ د ودانۍ د جوړېدو چارې پيل شوې.
د پکتيا د عامې روغتيا رييس داکټر ولايت خان احمدزی وايي چې د دې ودانۍ پر جوړېدو ٢٢،٩ ميليونه افغانۍ لګښت راځي چې د هند هېواد له لوري ورکول کيږي.
احمدزي پژواک ته وويل چې پر دې روغتيايي ښوونيز مرکز کې به د زون د ولايتونو د اړتيا او برخې په اندازه محصلين جذب او په بېلابېلو طبي برخو کې له زده کړو وروسته به بېرته اړوندو ولايتونو ته د خدمت لپاره ولېږل شي.
نوموړي زياته کړه چې يادې روغتيايي زده کړې اوس هم د ناروې کمېټې په مالي مرسته روانې دي چې تر راتلونکو څو مياشتو به لومړۍ ډله روغتيايي کارکوونکي فارغ کړي.
احمدزی وايي: ((دا تعمير په دوه پوړونو کې جوړېږي، چې ۲۴ خونې به لري او د زون په کچه به په مختلفو طبي برخو کې لکه فارمسي، لابرتوار او فزيوتراپۍ کې د ضرورت او ظرفيت مطابق شاګردان جذبوي او د زده کړو د مراحلو له طی کولو وروسته به خپلو ولايتونو ته لېږل کيږي.))
دغه راز د پکتيا والي شميم خان کټوازی په روغتيايي برخه کې پر زيات کار ټينګار کوي او وايي چې لا هم ډېر خلک لومړنيو روغتيايي خدمتونو ته لاسرسى نه لري.
کټوازي له عامې روغتيا وزارت څخه وغښتل چې پکتيا ته د شته يو اعشاريه دوه ميليونه نفوس په اندازه امتيازات او حقوق ورکړي او دمګړۍ په ياده برخه کې شته ستونزې حل کړي.
دی وايي:((د تعمير امکانات به په نظر کې نيول کيږي او د زون په سطحه به محصلين جذبيږي؛ په هغه وخت کې موږ کولی شو د محصلينو د زياتېدو غوښتنه وکړو. لومړنيو وختونو کې به لږ تر لږه په يوه وخت کې سل کسان په دې تعمير کې معياري زده کړې کوي، چې لويه برخه به يې نجونې وي.))
د ياد روغتيايي مرکز د جوړېدو ساحوي انجنير، ذکرالله امرخېل په ښه کيفيت د کارونو د تر سره کېدو ډاډ ورکوي او وايي چې ودانۍ به په معياري ډول جوړه کړي.
امرخېل پژواک ته وويل: ((دا پروژه به د ټولو انجنيري اصولو او څه نورمونه او سټنډرډونه چې په نقشه کې نيول شوي، د هغو مطابق پلې کيږي او انشاالله هېڅ کمي او کاستي به نه په کې راځي.))
پکتيا کې د نورو روغتيايي ستونزو ترڅنګ د ښځينه روغتيايي کارکوونکو او ډاکټرانو کمی يوه لويه ستونزه ده چې خلک يې د حل غوښتنه کوي.
login or register a new account.