Language

د غزني د ګیلان لپاره د طالبانو ولسوال وژل شوی

غزني (پژواک، ٣ ليندۍ ٩٧): د غزني سيمه ييز چارواکي وايي چې د بهرنيو ځواکونو د هوايي بريد په ترڅ کې د ګيلان ولسوالۍ لپاره د طالبانو د ولسوال په ګډون دوه کسان وژل شوي دي.

د غزني د والي وياند محمد عارف نوري د ليندۍ په درېيمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه امريکايي ځواکونو د ګيلان ولسوالۍ په حضرت شاه بازار سيمه کې هوايي بريدونه کړي دي.

هغه وايي چې د دغو بريدونو په ترڅ کې د ګيلان ولسوالۍ لپاره د طالبانو ولسوال مولوي محب احمد او د طالبانو يو بل قوماندان مولوي محمد پذير وژل شوي دي.

ده وويل: ((دغه دواړه پر عشر ټولولو بوخت وو چې بريد پرې شوى او دواړه وژل شوي خو نور چا ته زيان نه دى اوښتى.))

دغه راز د سيمې يوه اوسېدونکي شاه محمد پژواک ته وويل چې تېره ورځ د حضرت شاه په سيمه کې هوايي بريدونه شوي چې درې طالبان په کې وژل شوي دي.

خو هغه په دې اړه نور جزئيات وړاندې نه کړل.

بل لور ته طالبان هم دغه پېښه تاييدوي.

د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته وويل چې د ګيلان ولسوالۍ د تېرې شپې په هوايي بريد کې د طالبانو د يو مسوول په ګډون درې کسان وژل شوي دي.

خو هغه په دې اړه نور معلومات ور نه کړل.

د يادونې ده، درې ورځې وړاندې د غزني په قره باغ ولسوالۍ هوايي بريد شوى و چې په ترڅ کې يې ١٥ طالبان وژل شوي وو.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.