Language

غزني کې هغه پولیس نیول شوي چې خلک یې لوټل

غزني ښار (پژواک، ٣ ليندۍ ٩٧): د غزني امنيتي مسوولين وايي، اووه هغه پوليس يې نيولي چې له خلکو يې په زور پيسې او نور وسايل اخیستل.

د غزني د امنيې قوماندانۍ د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې مدير محمد قاهر ناصري د ليندۍ په درېيمه د يوې خبري غونډې په ترڅ کې وويل چې دغو پوليسو د زنخان ولسوالۍ په مربوطاتو کې د کابل- غزني پر لويه لار دنده درلوده.

دى وايي: ((دغو اوو کسانو به له خلکو او موټر چلوونکو په زور پيسې او نور قيمتي شيان اخيستل.))

د نوموړي په وينا، د کشفي راپورونو پر اساس دغه پوليس تېره شپه د غزني ښار په روضې سيمه کې نيول شوي دي.

ده وويل چې له نيول شوو کسانو يو شمير وسايل او پيسې هم ترلاسه شوي چې له خلکو يې په زور اخيستي دي.

د ناصري د معلوماتو له مخې، نيول شوو کسانو پر خپلو جرمونو اعتراف کړى او دوسيې يې اړوندو ادارو ته سپارل شوې دي.

دغه راز د خان محمد په نوم يوه کس پژواک ته وويل: ((دغو پوليسو دوه شپې مخکې د روضې په سيمه کې زما موبايل او لس زره کلدارې اخيستې دي.))

نوموړي د پوليسو د دغه اقدام ستاينه وکړه او ويې ويل چې ټول هغه کسان بايد ونيول شي چې له خلکو په زور پيسې او نور وسايل ترلاسه کوي.

د يادونې ده، له دې وړاندې هم د غزني يو شمېر اوسېدونکو پژواک ته ويلي وو چې په لويو لارو کې د پوليسو له لوري ځورول کېږي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.