Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

امنیتي مسوولین د لوګر په مرکز کې د اوو طالبانو وژل کېدو ادعا کوي

پل علم (پژواک، ٤ ليندۍ ٩٧): د لوګر امنيتي مسوولين وايي چې د ملي امنيت ځواکونو په مرکز پل علم کې عمليات کړي چې په ترڅ کې يې اووه طالبان وژل شوي او نهه شکمن کسان يې له ځان سره بيولي دي.

د لوګر د امنيې قوماندانۍ وياند شاپور احمدزي د لېندۍ په څلورمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه د ملي امنيت د ځانګړو ځواکونو صفر يو قطعې د مرکز اړوند پادخاب شانه سيمه کې عمليات کړي دي.

د هغه په وينا، عمليات پر درېيو کورونو ترسره شوي چې په ترڅ يې اووه طالبان وژل شوي او نهه شکمن کسان د ملي امنيت ځواکونو له ځان سره بيولي دي.

دى وايي: ((دغو وسله والو د ملي امنيت له ځواکونو سره جګړه کړې خو په دې جګړه کې ملکي خلکو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.))

دغه راز د لوګر د ولايتي شورا مرستيال عبدالولي وکيل پژواک ته وويل چې د ملي امنيت ځواکونو دغه عمليات د مدير باقي او مير مفتي جيلاني پر کورونو ترسره کړي دي.

ده وويل چې په دغو عملياتو کې وسله وال طالبان وژل شوي دي.

همدارنګه د سيمې اوسېدونکي ظاهر پژواک ته وويل چې تېره شپه ١٢ بجې د دوى په کلي کې عمليات شوي دي.

هغه وايي: ((د مدير باقي کور يې پر بمونو الوځولى څو تنه يې په کې وژلي دي او څو تنه نور کليوال يې له ځان سره وړي دي.))

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

د يادونې ده، يوه اوونۍ وړاندې هم د ملي امنيت ځانګړو ځواکونو د لوګر په محمداغې ولسوالۍ په اب بازک سيمه کې عمليات کړي وو چې په ترڅ کې اووه تنه وژل شوي وو.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.