Language

بغلان کې معترضو نوماندانو د ټاکنو کمېسیون پر دوه ګوني چلند تورن کړ

پلخمري (پژواک، ٤ لېندۍ ٩٧): په بغلان کې د ولسي جرګې يو شمېر معترضو نوماندانو د دغه ولايت د ټاکنو کمېسيون پر دوه ګونې چلند تورن کړ او په غبرګون کې يې د کابل- شمال لویه لار د ترافیکو پر مخ وتړله.

د دغو نوماندانو په استازيتوب عزيزالرحمن سخي زاده د لېندۍ په څلورمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې کمېسيون د نهو ولسواليو يواځې بايومټريک شوې رايې حساب کړي دي.

دى وايي: ((خو کمېسيون اوس غواړي چې د خوست، تاله برفک، بورکې او مرکزي بغلان ولسواليو ټولې رايې که هغه بايومټريک دي يا نه دي، حساب کړي.))

د هغه په وينا، کمېسيون بايد د ولسواليو ترمنځ دوه ګونى چلند ونه کړي.

دغه راز بل معترض نوماند فيروزالدين هم ورته څرګندونې وکړې او ويې ويل چې کمېسيون بايد د ټولو ولسواليو پاکې او نا پاکې رايې سره جلا کړي.

ده وويل چې د کمېسيون د دوه ګوني چلند په غبرګون کې دوى د کابل- شمال لويه لار له غرمې مخکې ١١ بجو راهيسې په پلخمري کې د ترافيکو پر مخ تړلې ده.

يو شمېر نورو معترضو نوماندانو هم ورته څرګندونې وکړې.

خو د بغلان د ټاکنو کمېسیون ريیس عبدالقاهر وهاب صافى وايي چې د ټاکنو قانون او مقرراتو له مخې دوى د رايو شمېرنه کوي.

ده ډاډ ورکړ چې د هېڅ مرکز رايې به په قصدي ډول باطلې نه اعلانېږي او د رايو په شمېرلو کې به هم درغلي نه کېږي.

صافى وايي، خلک کولاى شي د رايې شمېرنې بهير له نږدې وګوري، که چېرې ورته د منلو نه و، بيا کولاى شي شکايت وکړي.

د يادونې ده، تر دې وړاندې هم په بغلان کې يو شمېر معترضو نوماندانو ويلي وو چې د بغلان رايې دې په کابل کې له سره وشمېرل شي.

login or register a new account.