Language

د بلخ څو ولسواليو کې نجونو ته له شپږم ټولګي پورته د زده کړو اجازه نه ورکول کېږي

مزار شريف ( پژواک، ۴ ليندۍ ۹۷): په بلخ کې د افغان ښځو شبکې مسوولين وايي، چې د دغه ولايت په څو ولسواليو کې نجونو ته له شپږم ټولګي څخه د پورته زده کړو اجازه نه ورکول کېږي.

دوی همدا راز جنسيتي تبعيض، ناسم کلتوري رواجونه او د عامه پوهاوي نه شتون د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي لاملونه بولي.

په بلخ کې د افغان ښځو شبکې مسوولې معصومې رحيمي د ليندۍ په څلورمه، مزار شريف کې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د مخنيوي ورځې په وياړ د جوړې شوې غونډې پر مهال پژواک خبري اژانس ته وويل چې لا هم بلخي مېرمنې د تاوتريخوالي له بېلابېلو ډولونو سره مخامخ دي.

هغې زياته کړه، د مېرمنو پر  وړاندې د تاوتريخوالي د مخنيوي په موخه به د راتلونکو دوو اوونيو په اوږدو کې د بلخ ولايت په کچه کمپاينونه وکړي.

مېرمن رحيمي زياتوي، بلخي مېرمنې له جنسيتي تبعيض، ناسمو کلتوري رواجونو او د ښځو د حقونو برخه کې د عامه پوهاوي نه شتون څخه ځورېږي.

د هغې په خبره، د بلخ ولايت په څو ولسواليو کې د ناسمو رواجونو او همداراز د ښځينه ښوونکو د نه شتون له امله نجونو ته له شپږم ټولګي څخه د پورته زده کړو اجازه نه ورکول کېږي.

په بلخ کې د افغان ښځو د شبکې مشرې وويل: ((له بده مرغه مېرمنې له ګڼو ناسمو رواجونو سره مخامخ دي، دلته بلخ کې هم په ډېری ښوونځيو کې د ښځينه ښوونکو د نه شتون او همدا راز د غلطو رواجونو له امله نجونې له شپږم ټولګي څخه پورته زده کړو ته نه پرېښودل کېږي.))

هغې زياته کړه، په کم عمر کې د نجونو واده کول هم د دې سبب کېږي چې له زده کړو څخه پاتې شي.

مېرمن رحيمي د خپلو خبرو په دوام کې وويل، چې د افغان ښځو شبکې د معلوماتو له مخې په روان زېږديز کال کې د بلخ ولايت په کچه ۱۰ مېرمنې د بېلابېل تاوتريخوالي له امله وژل شوي دي.

نوموړې له عدلي او قضايي ارګانونو څخه غواړي چې د مېرمنو پر وړاندې د تاوتريخوالي قضيو ته په سم ډول رسېدنه وکړي.

مدافع وکيله تمنا حبيبي وايي، د ښځو حقونو ته درناوی نه کول او همدا راز جنسيتي تبعيض په افغاني ټولنه کې د مېرمنو لويې ستونزې دي چې افغان مېرمنې ورسره مخامخ دي.

هغې پژواک ته وويل، ډېری مېرمنې له خپلو هغو حقونو څخه هم ناخبره دي، چې اسلام مقدس دين ورکړي، چې له همدې امله هم دوی د تاوتريخوالي قرباني دي.

login or register a new account.