مزارشريف (پژواک، ٤ ليندۍ ٩٧): د کرنې او اوبو لګو وزارت وايي چې په بلخ ولایت کې د شاوخوا ١٠٦ ميليونه افغانيو په ارزښت اته کانالونه جوړ او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي.
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت له خوا د ليندۍ په ٤مه، پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېـږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه پروژې د کرنې وزارت په کرونده کې د اوبو تنظیم پروژې له خوا پلي شوې دي.
سرچينې زياته کړې چې پر دې اتو کرنيزو کانالونو ټوليز لګښت ۱۰۶.۵ ميليونه افغانۍ ده لګښت راغلى دى.
د بلخ ولایت د کرنې رييس محمد سالم ساعي وايي چې دغه کانالونه به په بېلابېلو سيمو کې ۲۵زره جريبه کرنيزه ځمکه خړوبوي او درې زره کورنۍ به ترې ګټه پورته کوي.
نوموړي زياته کړه چې د دغو کانالونو په جوړېدو سره د اوبو د ضايعاتو مخه نیول شوې او همداراز له دغو کانالونو څخه په استفادې سره د دغو کانالونو د تر پوښښ لاندې ځمکو د حاصلات کیفیت ښه او کچه يې زياتېږي.
د کرنې رييس وويل چې د دهدادي په ولسوالۍ کې د تغي بغي او قلندر کانال ۸.۲ کیلومتره اوږدوالی لري، په خلم ولسوالۍ کې د میرزا قاسم او اسماعیل بېک کانالونه ۵.۵ کیلومتره اوږدوالی او د ۱۹ کیلومترو په اوږدوالي د زوزان، بوریاباف، ده قاضي او کته خیل کانالونه او همداراز د بلخ ولسوالۍ د ترویج مديريت بیارغونه د هغو پروژو له ډلې څخه دي چې بشپړ شوې دي.
login or register a new account.