پلخمري (پژواک، ٥ لېندۍ ٩٧ ): د بغلان معترضو نوماندانو د کابل- شمال لویه لار د سیمه يیزې دولتي ادارې په غوښتنه په مشروط ډول د ترافیکو پر مخ خلاصه کړه.
د بغلان ولايت يو شمېر معترضو نوماندانو پرون د کابل- شمال لويه لار د ترافيکو پر مخ تړلې وه چې له امله يې دواړو لورو ته سلګونه موټر ولاړ وو.
د معترضو نوماندانو له ډلې څخه عبدالصمد حامد پویا د لېندۍ په پنځمه پژواک خبري اژانس ته وویل چې حکومتي چارواکو دوى ته ويلي، چې د ټاکنو مسئله د خبرو له لارې حل کوي نو لاره بايد خلاصه کړي.
پویا وايي، همدا اوس د حکومت له ملکي او نظامي چارواکو سره خبرې روانې دي که د معترضو نوماندانو غوښتنې ونه منل شوې، يو ځل بيا به دغه لار وتړي.
دغه راز بل معترض نوماند عزیزالرحمن سخي زاده هم پژواک ته وویل چې د حکومت په غوښتنه دوى لار بېرته خلاصه کړې ده.
ده وويل: ((موږ اوس په مشروط ډول دغه لار خلاصه کړې که چيرې زموږ غوښتنې ونه منل شي،يو ځل بيا به دغه لار وتړو او نور مدني حرکتونه به هم پيل کړو.))
دغو نوماندانو پرون ويلي وو چې د ټاکنو کمېسيون بايد د رايې په شمېرلو کې د ولسواليو ترمنځ توپيري چلند ونه کړي.
د اړوندې موضوع په اړه د بغلان د ټاکنو کمېسیون ريیس عبدالقاهر وهاب صافي پژواک ته وویل چې د يادې موضوع د حل په موخه د دوى او د حکومت د پوځي او ملکي چارواکو ترمنځ خبرې روانې دي.
هغه وويل: ((هڅه کوو چې پر اساسي حل لارو موافقه وشي.))
login or register a new account.