ښرنه (پژواک، ٥ لېندۍ ٩٧): د پکتيکا امنيتي چارواکي وايي چې په درېيو ولسواليو کې د افغان امنيتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښتو کې ١٨ وسله وال طالبان وژل شوي او دوه نور ټپيان شوي دي.
دغه څرګندونې په پکتيکا کې د ٢٠٣ تندر قول اردو د پلې لوا قوماندان بريد جنرال رحيم دل حيدري د لېندۍ په پنځمه پژواک خبري اژانس ته وکړې.
هغه وويل چې له تېرو څو ورځو راهيسې دوى په خوشامند، ګومل او جاني خېل ولسواليو کې د ځمکې او هوا له لارې عمليات کړي دي.
د حيدري د معلوماتو له مخې، په خوشامند او جاني خېل ولسواليو کې د عملياتو پر مهال درې وسله وال طالبان وژل شوي او دوه نور ټپيان شوي دي.
خو دى وايي چې د ګومل ولسوالۍ په بريمن سيمه کې د هوايي بريد له امله ١٥ وسله وال طالبان وژل شوي دي.
بل لور ته يوې امنيتي سرچينې پژواک ته وويل چې د خوشامند او جاني خېل په عملياتو کې پنځه ملکي وګړو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.
هغه په دې اړه نور معلومات ورنه کړل.
خو قوماندان حيدري د عملياتو پر مهال د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې موضوع رد کړه.
دغه راز د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد بيا وايي چې په پکتيکا کې طالبانو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې او دغه ډول څرګندونې يواځې تبليغات دي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP