مزار شريف (پژواک، ٦ ليندۍ ٩٧) : وسله والو طالبانو د سرپل او بلخ ولايتونو پر لارې ٢٥ مسافر تښتولي دي.
د بلخ د والي وياند منير فرهاد د ليندۍ په ٦مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه نن تر غرمې مخکې د دې ولايت د زارع ولسوالۍ په مربوطاتو کې د آق ککرک سيمې ترڅنګ رامنځ ته شوې ده.
هغه زياته کړه، د سرپل اوسېدونکي په دوو فلاينګ کوچونو کې بلخ ولايت ته روان وو، چې په ياده سيمه کې وسله والو طالبانو له موټرو ښکته کړي او بيولي دي.
د ده په وينا، تښتول شوي کسان ټول ملکي وګړي دي او تر اوسه يې د تښتونې لامل نه دى په ډاګه شوى.
د والي وياند وايي، ځايي ادارې له امنيتي ارګانونو او قومي مشرانو سره په ګډه د تښتول شويو کسانو د خوشې کولو لپاره هڅې پيل کړې دي.
خو طالب وياند ذبيح الله مجاهد بيا ويلي چې د دوى له خوا د عامو مسافرينو د تښتولو راپورونه حقيقت نه لري.
ده زياته کړې، په بلخاب کې د تلاشۍ پرمهال يو اربکى قوماندان له دوو ساتونکو سره نيول شوى او نور په سيمه کې د دوى له خوا ملکي خلک نه نيول شوي او نه چاته زيان اوښتى دى.
login or register a new account.