Language

امنیتي چارواکي د پکتیکا د امنیت د نسبي ښه کېدو ډاډ ورکوي

ښرنه(پژواک، ٧ لېندۍ ٩٧): د پکتيکا امنيتي چارواکي وايي چې د خلکو د همکارۍ په ترڅ کې سږ کال په دغه ولايت کې امنيتي وضعيت ښه شوى او د عملياتو پر مهال سلګونو طالبانو ته مرګ ژوبله هم اوښتې ده.

دغه څرګندونې د ٢٠٣ تندر قول اردو د پلې لوا قوماندان بريد جنرال رحيم دل حيدرزي د لېندۍ په اوومه پژواک خبري اژانس ته وکړې.

نوموړي وويل چې په دې وروستيو کې خلکو له امنيتي ځواکونو سره پوره همکاري پيل کړې چې له مخې يې د امنيتي ځواکونو د مرګ ژوبلې کچه هم را ټيټه شوې ده.

هغه وايي: ((اوس سرحدي پوليس هم د ملي اردو په چوکاټ کې دندې ترسره کوي او په هر عمليات کې ورسره ملي اردو برخه اخلي نو ځکه يې تلفات کم شوي او ثقيله وسلې هم ورکړل شوي دي.))

د حيدرزي د معلوماتو له مخې، يواځې د ملي اردو ځواکونو په ١٣٩٧کال کې په پکتيکا کې ١٥٠ عملياته ترسره کړي چې په ترڅ کې يې شاوخوا دوه سوه طالبان وژل شوي او له ٢٥٠ ډېر ټپيان شوي دي.

دى وايي چې د دغو عملياتو په ترڅ ګڼ شمېر کلي له طالبانو نيول شوي او  يو شمېر ماينونه يې هم کشف او شنډ کړي دي.

نوموړي د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل: ((روان کال کې زموږ د ځواکونو د تلفاتو شمېره کمه وه.))

هغه په دې اړه نور جزئيات وړاندې نه کړل.

قوماندان وويل: ((دغو ټولو خبرو ته په کتو سره زه ويلى شم چې په ١٣٩٧ کال کې د ١٣٩٦ په پرتله امنيتي حالات څو برابره ښه شوي دي.))

خو د پکتيکا د ولايتي شورا غړى عزيز عزيز بيا پژواک ته وويل چې د ملي اردو د مرګ ژوبلې کچه ځکه ټيټه وه چې کوم ځانګړي عمليات يې نه دي ترسره کړي او په خپلو مرکزونو کې وو.

نوموړي وويل چې د وړممۍ، وازې خوا، تروې، ګيان، نکې او ډېرو نورو ولسواليو عمومي لارې بندې دي خو امنيتي ځواکونه پر دې نه دي توانېدلي چې د ترافيکو پر مخ يې بېرته خلاص کړي.

په دې اړه د پکتيکا د اورګون ولسوالۍ اوسېدونکي نېک محمد وايي چې په روان کال کې امنيتي وضعيت ښه دى خو د پوليسو د مرګ ژوبلې کچه لوړه وه.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.