Language

د بغلان د ټاکنو کمېسیون د رایې شمېرلو لړۍ ځنډولې ده

پلخمري (پژواک، ٧ لېندۍ ٩٧): د بغلان د ټاکنو کمېسیون مسوولین وايي چې د دغه ولایت د معترضو نوماندانو په غوښتنه یې د رایو شمېرلو لړۍ د ټاکنو خپلواک کمېسیون تر پرېکړې ځنډولې ده.

د بغلان د ټاکنو کمېسیون ريیس عبدالقاهر وهاب صافي د لېندۍ په ۷مه پژواک خبري اژانس ته وویل چې معترضو نوماندانو په بغلان کې د کمېسیون له لوري د پاتې رایو پر شمېر باور نه  درلود او غوښتنه یې کوله چې پاتې رایې بايد کابل کې وشمېرل شي.

صافي وویل: ((موږ اوس د رايو شمېرلو لړۍ بنده کړې او په تمه يو چې مرکزي دفتر څه پرېکړه کوي.))

دغه راز د اړوندې موضوع په اړه معترض نوماند فیروزالدین ایماق پژواک ته وویل چې په وروستيو کې د دوى د بغلان د ټاکنو کمېسیون د رايې شمېرلو پر پروسې بې باوره شوي وو.

هغه وايي: ((موږ ورته ويلي چې پاکې رايې بايد له نا پاکو جلا شي او رايې بايد کابل کې وشمېرل شي.))

د نوموړي په وينا، په خوست، تاله و برفک، بورکې او مرکزي بغلان ولسواليو کې د څلورو نوماندانو په ګټه ٣٠زره جعلي رايې کارول شوې چې کمېسيون يې پاکې بولي.

دغه راز بل معترض نوماند عبدالصمد حامد پویا پژواک ته وویل، تر هغه به بغلان کې د رايې شمېرلو لړۍ بنده وي، څو له بايومټريک پرته نورې رايې باطلې اعلان نه شي.

هغه زياته کړه: ((که زموږ غوښتنه ونه منل شي، دا ځل د کابل- شمال لويې لارې د تړلو تر څنګ به کابل ته تللې برېښنا هم پرې کړو.))

د يادونې ده، درې ورځې وړاندې د بغلان معترضو نوماندانو د يوې ورځې لپاره د کابل- شمال لويه لار هم د ترافيکو پر مخ تړلې وه.

login or register a new account.