Language

غزني کې چارواکي طالبانو ته د مرګ ژوبلې اوښتو ادعا کوي

غزني ښار (پژواک، ٧ لېندۍ ٩٧): د غزني امنيه قوماندان وايي چې په څلورو ولسواليو کې د افغان امنيتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړه کې ٢٨ طالبان وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان شوي دي.

د غزني امنيه قوماندان مل پاسوال غلام داوود تره خېل د لېندۍ په اوومه خبريالانو ته وويل چې تېره شپه په مُقر، اب بند، ګيلان او اندړو ولسواليو کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړې شوې دي.

دى وايي چې په دې جګړو کې ٢٨ وسله وال طالبان وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان شوي دي.

قوماندان دا هم وويل چې بهرني ځواکونه خواجه عمري، مقر او قره باغ ولسواليو ته رسېدلي او د جګړې په ډګر کې افغان ځواکونو ته مشوره ورکوي.

نوموړي زياته کړه: ((جګړه موږ کوو، دوى يواځې مشوره ورکوي.))

دى وايي چې د يادو عملياتو پر مهال دوى يو شمېر سيمې هم بېرته له طالبانو نيولې دي.

خو د اندړو ولسوالۍ د چهارديوال سيمې اوسېدونکي نعيم الله بيا پژواک ته وويل چې په دې وروستيو کې د غزني ولايت ډېرې ولسوالۍ نا امنه شوې دي.

هغه وايي: ((په ډېرو سيمو کې طالبان دي، لارې بندې دي، هرې خوا ته چې ځې جنګونه دي، بس يوه بده ورځ ده، هېڅ امنيت نشته.))

خو بل لور ته طالبانو بيا د غزني د امنيه قوماندان دغه څرګندونې رد کړې.

د دې ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد وايي چې په ګيلان، مُقر او اب بند ولسواليو کې تېره شپه هېڅ جګړه نه ده شوې خو په اندړو ولسوالۍ کې بيا پنځه طالبان وژل شوي دي.

د يادونې ده، تېره ورځ د غزني ښار په شهباز سيمه کې د بهرنيو ځواکونو يو ټانګ پر ماين برابر شو چې له امله يې درې بهرني سرتېري ووژل شول او يو شمېر نور ټپيان شول.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.