مزارشريف (پژواک، ۸ لېندۍ ۹۷): د بلخ او سرپل ولايتونو چارواکي وايي چې لا هم د هغو ۲۳ مسافرو برخليک نه دی روښانه شوی چې دوه ورځې وړاندې د سرپل- مزار شریف ترمنځ د بلخ د کشندې ولسوالۍ اړوند سيمه کې تښتول شوي وو.
د بلخ امنيه قوماندان پاسوال محمد اکرم سامع د لېندۍ په ۸مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د يادو مسافرينو د خلاصون لپاره پوځي عمليات پيلوي.
هغه زياته کړه چې دوه ورځې وړاندې د سرپل د بلخاب ولسوالۍ ۲۳ اوسېدونکي مزارشريف ته پر لاره وو چې د بلخ د کشندې ولسوالۍ په مربوطاتو کې د وسله والو له خوا تښتول شوي دي.
سامع زياتوي چې ممکن دغه کسان د شخصي او سيمه ييزو تربګنيو له امله تښتول شوي وي، خو وايي چې تر اوسه د تښتوونکو د هويت په اړه ورته معلومات نه دي شوي.
د هغه په خبره، د وروستي کشفي راپور له مخې، تښتول شوي کسان د شولګر ولسوالۍ چهارسای سيمې ته لېږدول شوي دي.
په ورته وخت کې د سرپل د والي وياند ذبيح الله اماني پژواک ته وويل چې دوی ته د رسېدلو معلوماتو له مخې، دغه کسان د مهدي مجاهد په نوم د طالبانو يوه سيمه ييز قوماندان له لوري تښتول شوي دي.
هغه زياتوي چې د تښتول شوو کسانو د بېرته خلاصون لپاره يې هڅې پيل کړې دي.
وسله والو طالبانو بيا د يوې اعلاميې په خپرولو سره د يادو ۲۳ مسافرو د تښتونې په قضيه کې خپل لاس لرل رد کړي دي.
ذبيح الله مجاهد رسنيو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې ويلي چې د دوی د افرادو له خوا هېڅ مسافر نه دی تښتول شوی.
د بلخ د ولايتي شورا رييس محمد افضل حديد پژواک ته وويل چې د حکومتي ځواکونو د هڅو تر څنګ دې په ولسي کچه هم د تښتول شوو کسانو د خلاصون لپاره ګام پورته شي.
هغه زياته کړه چې دوی ته د رسېدلو معلوماتو له مخې، تښتول شوي مسافر د سرپل ولايت د کوهستان ولسوالۍ لور ته وړل شوي دي.
هغه وويل: ((زه فکر نه کوم چې دا موضوع دې سياسي رنګ ولري، ښايي د سيمه ييزو ستونزو او تربګنيو له امله دغه کسان تښتول شوي وي او يا هم امکان لري اختطاف کوونکي غله وي او د پيسو ترلاسه کولو لپاره يې دغه کار کړی وي.))
login or register a new account.