Language

د ناټو عمومي قوماندان د کندوز له چارواکو سره ولیدل

کندوز ښار (پژواک، ٨ لېندۍ ٩٧): د ناټو ځواکونو عمومي قوماندان سکاټ مېلر کندوز ته سفر وکړ او د دغه ولايت له ملکي او پوځي چارواکو سره يې وليدل.

دغه څرګندونې په هغې خبرپاڼه کې شوې چې د کندوز له مطبوعاتي دفتره د لېندۍ په اتمه پژواک خبري اژانس ته رالېږل شوې ده.

خبرپاڼه کې راغلي چې د ناټو ځواکونو عمومي قوماندان سکاټ مېلر نن کندوز ولايت ته ورغلى او د ملي اردو په پامیر ۲۰ فرقه کې يې د کندوز له والي، د ملي امنیت له ريیس، امنیه قوماندان، د ملي اردو د پامیر ۲۰ فرقي قوماندان او یو شمېر نورو امنیتي مسوولینو سره يې ليدلي دي.

په دې لېدنه کې د کندوز والي عبدالجبار نعيمي د ناټو له قوماندان سره د دغه ولایت په امنیتي او انکشافي وضعیت، د غوره حکومتولۍ پر پیاوړتیا او یو شمېر نورو مهمو موضوعاتو هر اړخیزې خبرې وکړې.

والي له مېلر نه غوښتنه وکړه  چې کندوز ولایت ته په یادو برخو کې پاملرنه زیاته کړي څو په دغه ولایت کې هر اړخیز مثبت بدلون ته زمینه برابره شي.

د يادونې ده، په دې وروستيو کې د ناټو ځواکونو عمومي قوماندان يو شمېر ولايتونو ته سفرونه پيل کړي چې له کندوز وړاندې سفر يې غزني ولايت ته و.

login or register a new account.