ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د سولې ولسي حرکت غړو د سولې لپاره د نويو هلوځلو د پيل خبر ورکړ

د سولې ولسي حرکت غړو د سولې لپاره د نويو هلوځلو د پيل خبر ورکړ

author avatar
30 Nov 2018 - 15:18
د سولې ولسي حرکت غړو د سولې لپاره د نويو هلوځلو د پيل خبر ورکړ
author avatar
30 Nov 2018 - 15:18

لښکرګاه(پژواک، ٩ ليندۍ ٩٧): د سولې د ولسي حرکت غړي غواړي چې له کابل څخه بېرته هلمند ته ولاړ شي، خلکو ته د خپلو لاسته راوړنو په اړه معلومات ورکړي او د يو نوي طرزالعمل له مخې د سولې لپاره هلې ځلې پيل کړي.

د هلمند ولايت په مرکز لښکرګاه کې يو شمېر ځوانان يو ځل بيا پر هماغه ځاى را ټول شوي، له کوم ځاى څخه چې نهه مياشتې وړاندې د سولې ولسي حرکت پيل شوى و.

دغه ځوانان غواړي چې يو ځل بيا پر پخواني ځاى د سولې لپاره خېمه ودروي او د سولې لپاره نوې هلې ځلې پيل کړي.

د دغې حرکت يو تن تنظموونکي فرهاد داوري د ليندۍ په نهمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د راتلوونکې پنجشنبې په ورځ به د خلکو او د سولې د ولسي حرکت غړو يوه لويه غونډه په دې خېمه کې جوړه شي.

هغه وايي: (( د سولې د ولسي حرکت غړي به د خپلو لاسته راړونو په اړه خلکو ته معلومات ورکړي او هم به د يو نوي طرزالعمل له مخې د سولې راتګ لپاره نوې هلې ځلې پيل کړي.))

د يادونې ده چې د سولې د ولسي حرکت غړو د روان کال د غويي په مياشت کې له لښکرګاه څخه کابل ته پلى مزل وکړ چې په ٣٨ ورځو کې کابل ته ورسېدل.

يادو کسانو په کابل کې د ځينو سفارتونو مخې ته خېمې و وهلې او له هغه وروسته بلخ ولايت ته لوڅې پښې لاړل، ترڅو ټولو ته د سولې پيغام ورسوي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.